کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې زمبابوې ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه او په دې توګه یې دا لوبلړۍ هم دوه – صفر وګټله. ‌

دا سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب د دغه هېواد د پلازمېنې هرارې د کرېکټ‌ نړیوال لوبغالې کې کېدې.

د دې لوبې ټاس افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ګټلی او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

د زمبابوې لوبډلې تر ۳۱م اووره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې، چې د شان ویلېمز ۶۰ پکې له ټولو زیاتې وې.

د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې الله‌ محمد غضفنر ۵ او راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول.‌

غضنفر د دې لوبلړۍ دویمه لوبه کې هم د زمبابوې درې لوبغاړي سوځولي‌ وو.

Cric
د عکس تشریح، الله‌ محمد غضنفر ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو

نننۍ سیالۍ لپاره افغان لوبډله کې د فضل الحق فاروقي او نوید ځدراڼ پر ځای فرید‌ ملک او بلال سمیع اخیستل شوي وو.

دا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د بلال سمیع لومړۍ لوبه وه. دی ۲۱ کلن دی او په ښي‌لاس میډیم فسټ بالېنګ کوي.

افغانستان لپاره د نن ورځې سیالۍ په توپوهنه کې صدیق‌الله اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹ منډې وکړې. دوی دواړو په تېره لوبه کې هم د څه باندې ۱۹۰ منډو اوږده ملګرتیا کړې وه.

په هغې سیالۍ کې صدیق‌الله اتل سلیزه او عبدالمالک ۸۴ منډې کړې وې.

Cric
د عکس تشریح، صدیق‌الله اتل چې تېره لوبه کې یې سلیزه او نن پنځوسیزه وکړه د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو

د یادونې ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نه شوه، خو په دویمه کې یې افغانستان زمبابوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ستره ماته ورکړې وه.

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو تر یو ورځنیو سیالیو ورمخکې د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم درلوده چې افغانستان ۲-۱ وګټله.

همدا راز د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلې تر دغو یو ورځنیو سیالیو وروسته دوه ټېسټ لوبې هم کوي، چې لومړۍ د روانې ډسمبر میاشتې له شپږویشتمې تر دېرشمې او بله د جنورۍ له دویمې تر شپږمې کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*