د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (شنبه، د ډېسمبر ۱۴مه) له کوربه زېمبابوې دویمه پرلپسې شل اوریزه لوبه وګټله او له دې سره یې د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ په خپل نوم کړه.
افغان لوبډلې نن د زېمبابوې لخوا د ورکړل شویو ۱۲۸ منډو هدف د ۷ لوبغاړو له اوټېدو وروسته په وروستي اوور کې پوره کړ.
په دغه وروستي اوور کې افغانستان د بري لپاره په شپږو بالونو اووه منډو ته اړتیا لرله.
د دغه کم هدف په پوره کولو کې که څه هم د افغان لوبډلې پیل ډېر ښه نه و بلکې د سر څلور لوبغاړي یې زر اوټ شول خو ورپسې د ګلبدین نایب او عظمت الله عمرزي د ۴۸ منډو ملګرتیا د یادو منډو پوره کولو کې ارزښتاناکه رول ولوباوه.
د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې وکړې، محمد نبي د بري له شاټ سره په ۲۴ منډو ناسوځیدلی پاتې شو او ګلبدین نایب بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
له سویلي افریقا، بنګله دېش او زېمبابوې د پرلپسې جامونو ګټل په څه مانا ده؟
دا د افغان ملي لوبډلې په ګټه د تېر شل اوریز تاریخي جام را هیسې پرلپسې درییمه لوبلړۍ ده چې پکې ځلېږي او جام یې خپلوي.
په تېر شل اوریز جام کې افغان لوبډله په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته ووتله او په هغې پسې یې له سویلي افریقا او بنګله دېش څخه پخپل کوربتوب د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټلې.
له ایرلنډ څخه د جام له ګټلو سره دا د افغان لوبډلې پرلپسې څلورمه لوبلړۍ ده چې خپلوي یې.
افغانستان په دغو لوبو کې یو پر بل پسې نوي لوبغاړي هم ازمویلي او د لوبېدو چانس یې ورکړی دی.
افغان لوبډلې د پاکستان، شري لنکا، زېمبابوې او بنګله دېش په ګډون ګڼو هېوادونو ته په خپل منځي لوبلړیو او نړیوالو جامونو کې ماتې ورکړې خو څلور میاشتې وړاندې سویلي افریقا ته ماتې ورکول او بیا ورڅخه لوبلړۍ ګټل یې لومړۍ ځل و.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د پرلپسې لوبو ګټل د افغان لوبډلې مورال لا لوړ کړی، پر کرېکټ تبصره کوونکي وايي دا به په راتلونکي چمپین ټرافۍ (د اتلانو جام) کې هم افغان لوبډلې ته پیاوړې روحیه ورکړي.
افغانستان ته ۱۲۸ منډو هدف
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ په په دریمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې کوربه زېمبابوې د ټولو لوبغاړو له اوټیدو سره ۱۲۷ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی و.
دا په تېرو دوه تر سره شویو لوبو کې کمې مجموعي منډې دي او فکر کېږي چې افغان لوبډله یې د پوره کولو وړتیا لري.
د دغې لوبې ټاس افغان لوبډلمشر راشد خان وګاټه خو نن یې زېمبابوې ته د لومړۍ بېټېنګ وار ورکړ.
په نننۍ لوبه کې راشد خان یو ځل بیا وځلېد او د سیالې لوبدلې څلور مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.
هغه پرون د زېمبابوې درې لوبغاړي اوټ کړي وو.
د افغانستان له لوري مجیب الرحمان، نوین الحق او عظمت الله عمرزي هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
له ۱۷ اورونو وروسته د زېمبابوې نهه لوبغاړي هغه مهال اوټ وو چې مجموعي منډې یې ۱۰۶ وې خو د نسبي یوه ښه هدف په هڅه د وروستیو لوبغاړو مسکزاده او ټرېور ګوانډو د ۲۱ منډو ملګرتیا د وروستي اوور تر پنځم باله وغځېده او منډې یې هم تر ۱۲۷ ورسولې.
له دې مخکې افغانستان پرون (جمعه) دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه د پنځوسو منډو په ستر توپیر له کوربه لوبډلې ګټلې وه خو له هغې مخکې لومړۍ لوبه بیا زېمبابوې په څلورو وېکټو ګتلې وه.
لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان زېمبابوې ته په ماتې ورکولو د کرېکټ بله لوبلړۍ وګټله"