د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو یو زیات شمېر لوبغاړي له کابله زېمبابوې ته رسېدلي او ځینې نور له متحده عرب اماراتو دغه هېواد ته پر لاره دي.
د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان او د ملي لوبډلې ځينې نور لوبغاړي د شارجې په لس اوریز لیګ کې بوخت وو چې له هماغه ځایه زېمبابوې ته ځي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لوبغاړو ته یې د رسمي لوبو له پیله د درېیو-څلورو ورځو تمریناتي لړۍ هم پام کې نېولي.
بورډ ویلي د ټېسټ سیالۍ لوبغاړي به وروسته غوره او زېمبابوې ته ولاړ شي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله یو بل سفر داسې مهال پیلوي چې په متحده عرب امارتو کې یې پخپل کوربتوب له ایرلنډ، سوېلي افریقا او بنګله دېشه د یو ورځنیو سیالیو د پرلپسې جامونو ګټلو ویاړ لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له اوږدې مودې وروسته له کوم هېواد سره د کرېکټ د درېیو واړو بڼو ( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو) پرله پسې لوبلړۍ لري.
د زېمبابوې په کوربتوب له زېمابوې سره د افغان لوبډلې سیالۍ د راتلونکي چارشنبې له ورځې (دېسمبر ۱۱) پېلیږي او د جنورۍ تر شپږمې دوام کوي.
دغه مهال د زېمبابوې او افغانستان تر منځ درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې پلان دي.
زېمبابوې له افغانستان سره دا لړۍ داسې مهال پیلوي چې تازه یې پاکستان ته په یوه پنځوس اوریزه او یوه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړي.
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ لومړۍ شل اوریزې لوبې پلان دي، ورپسې د ډېسمبر له ۱۷مې یو ورځنۍ لوبلړۍ پيلېږي او وروستۍ هغه یې ټېسټ سیالۍ دي.
افغانستان دغو لوبو ته د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی چې پکې له شاوخوا ۷ میاشتو وروسته مجیب الرحمان هم بېرته لوبېدو ته غوره شوی.
د افغانستان د پیل دا توپ اچوونکی په لاس کې د ټپ له کبله تر درملنې لاندې و خو تازه ورته ډاکټرانو د لوبېدو اجازه ورکړي.
د پیل پیاوړی توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ په ښنګري کې د ټپ له کبله له دغو سیالیو هم بهر دی.
د دې تر څنګ په شل اوريزو سياليو کې په لومړي ځل چپ لاسي توپوهونکي زبيد اکبري ته موقع ورکړل شوې ده. نوموړی په اېمرجېنګ اسيا جام سياليو کې د پام وړ ځلېدلی و. توپ وهونکي دروېش رسولي ته هم له څه مودې وروسته شل اوريزو سياليو ته غوره شوی دی.
افغانستان او زېمبابوې مخکې هم د کرېکټ په درې واړو فارمټونو کې خپلمنځي لوبلړۍ لرلې، خو پخوا یې کله دومره ډېرې لوبې په یو ځل نه دي کړې.
د دواړو کرېکټ بورډونو لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې راغلي چې “شل اوریزې سیالۍ د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه ترسره کېږي او درې یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه وشي.”
د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو وروسته چې په سپین بال تر سره کېږي د سره توپ یا ټېسټ دوه لوبې پلان دي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري له دویمې د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې ترسره شي.
لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغان لوبغاړي زېمبابوې ته رسېدلي، کومې لوبې په مخکې لري؟"