کرېکټ: افغان لوبډلې زېمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

دغه سيالي د زېمبابوې په کوربتوب په هراري کې ترسره کېږي.

د نننۍ لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان له لوري کريم جنت د پنځوسيزې په بشپړولو تر ټولو ډېرې (۵۴) منډې وکړې. د ده تر څنګ محمد نبي ۴۴ او حضرت الله ځاځی ۲۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، محمد اسحاق، مجيب الرحمان ځدراڼ، نوين الحق او فريد احمد ملک غوره شوي دي.

کرېکټ

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې د مشر روزونکی جانتن ټراټ تړون د يوه بل کال لپاره غځول شوی دی.

کرېکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د جانتن ټراټ د دوه نيم کاله “کاميابې” دورې ته په کتو یې د هغه قرارداد موده ۲۰۲۵ کال هم غځولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ټراټ په دې موده کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په برياوو کې “اغېزناک رول” درلود.۱۴۵

د ټراټ په مشرۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې وکړی شو چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووځي.

جانتن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی دی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو او له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغان لوبډلې زېمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*