کرېکټ: د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه

1
2

وروسته لوبه د افغان لوبډلې پر خوا وڅرخېده او فغانستان له ټاکلو پنځوسو اورونو مخکې ټول پاکستاني لوبغاړي له ۲۴۴ منډې جوړولو سره اوټ کړل.

د افغانستان پر وړاندې له لومړۍ ماتې وروسته نن په دویمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د پاکستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې پاڼۍ ډېره ښه پیل کړه تر دې چې تر ۱۲۹ منډو یې هیڅ کوم لوبغاړی نه و اوټ شوی.

له دې سره له ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان لوبډله اوس په ټاکلو پنځوسو اورونو کې ۲۴۵ منډو ته اړتیا لري چې په دغو سیالیو کې درییمه او له پاکستان څخه دوییمه سیالي په خپل نوم کړي.

افغان لوبغاړو لکه د تېرو دوه سیالیو یو ځل بیا برلاسي لوبه وکړه، د دوی له منځه خاطر ستانکزي او عبدالعزیزخان درې-درې، نصیر معروفخېل دوه او نصرت نورستاني یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د تنکیو ځوانانو له منځه نصیر معروفخېل د پاکستان خلاف لومړۍ لوبه کې څلور سیال لوبغاړي اوټ کړي وو.

د افغانستان د ۱۹ کلنو او د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ يو ورځنۍ سيالي په متحده عرب اماراتو کې روانه ده.

کرېکټ

د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د محبوب خان په مشرۍ عذير خان، برکت ابراهيمزی، فيصل خان، حمزه عليخېل، عزت خان بارکزی، الله محمد غضفر، نصرت نورستانی، نصيرخان، خاطر ستانکزی او عبدالعزيز خان غوره شوي دي.

دا د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دری اړخيزې لوبلړۍ پنځمه لوبه ده.

افغانستان په دې لوبلړۍ کې تر دې مهاله دوی لوبې کړې چې دواړه يې ګټلې دي.

په لومړۍ لوبه کې يې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه او دويمه لوبه يې له متحده عرب اماراتو د ۱۶۹ منډو په لوی توپير ګټلې وه.

بل پلو پاکستان هم دوې لوبې کړې چې يوه ګټلې او بله بايللې ده.

په دې لوبلړۍ کې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د نومبر میاشتې په ۲۲مه او ۲۴مه نېټه دي. د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.

تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره افغان لوبډله به تر دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*