کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی

افغان لوبډله به د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په راروانو مهمو سیالیو کې د پیاوړي لوبغاړي مجیب الرحمان له باله محرومه وي، دا ځکه چې نوموړی یو ځل بیا د ښي لاس ګوتې له درده زورېږي.

نوموړی څلور میاشتې وړاندې له شري لنکا سره په لوبه کې ټپي شوی و خو له اوږدې درملنې وروسته نړیوال جام ته غوره شو.

مجیب الرحمان په روان شل اوریز نړیوال جام کې یوازې د یوګانډا خلاف لومړۍ لوبه وکړه خو وروسته بیا د نیوزیلنډ او پي اېن جي خلاف لوبو ته نه و جوړ.

هغه نړیوال جام کې د افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ۱۶ منډو بدل کې د یوګانډا یو لوبغاړی اوټ کړی و.

اعلان

ویل کېږې له همدې لوبې وروسته یې د ښي لاس د ګوتې پخوانی ټپ تازه شوی او د توپ اچولو پر مهال درد کوي.

نوموړي نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره په متحدو عربي اماراتو او ورپسې لندن کې درملنه کړې وه.

کرېکټ
د عکس تشریح،په روان نړیوال جام کې لومړۍ لوبې پر مهال

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې اوس به مجیب د لوبډلې له فزیو سره په سلا مشوره د درملنې او استراحت بل پړاو پیلوي.

دا لا نه ده روښانه چې نوموړی به بیا کله د لوبو جوګه وي خو د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي چې مجیب الرحمان “د جدي ټپ” له کبله د نړیوال جام له پاتې سیالیو وتلی دی.

دی د افغانستان د پیاوړي ورو بال د مهشور مثلث مهم توپ اچونکی بلل کېږي.

کرېکټ
د عکس تشریح،د افغانستان ورو بالران د ډېرو نړیوالو لخوا ستایل کېږي

دا مهال په ورو توپ اچونکو کې د افغانستان راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان او نور احمد لکنوال د ډېرو په خوله دي.

کرېکټ بورډ پتیېلي چې په ۱۵ کسیزه نوملړ کې د هغه پر ځای یو توپ وهونکی اضافه کړي او د کرېکټ نړیوالې شورا هم د مجیب الرحمان پر ځای د حضرت الله ځاځي راتګ منلی.

د کرېکټ نړیواله شورا په اصلي ۱۵ کسیزه لېست کې بدلون د باثبوته دلایلو له وړاندې کولو وروسته مني.

د افغانستان په کرېکټ بورډ وار له مخه په اصلي لوبډله کې د ډېرو بالرانو یا الراونډرانو لوبولو له کبله نېوکه وه او ښکاري د مجیب له ټپي کېدو وروسته هڅه شوې چې د توپ وهنې برخه پیاوړې کړي.

د حضرت الله ځاځي په کرېکټ که څه هم نېوکې کېږي خو دی په دې وروستیو کې د افغانستان په کورنیو سیالیو کې ښه ځلیدلی او د قوش تپې په نوم د شل اوریزو سیالیو په کورني لیګ کې یې سلیزه هم وکړه.

کرېکټ
د عکس تشریح،حضر الله ځاځي د قوش تپې په نوم کورنیو سیالیو کې ښه ځلیدلی و.

مجیب الرحمان په نوې بال او په لومړیو اورونو کې د لوبېدو ښه وړتیا لري داسې چې ډيری مهال د سیالې لوبډلې د سر مهم لوبغاړي تر فشار لاندې راوستی شي، په ورته مهال د هغه ځای ناستی بیا په توپوهنه کې د سترو شپږیزو وړتیا لري چې له پیله د سیالې لوبډلې په بالرانو فشار ډېر کړي.

وکتل شي چې حضرت الله ځاځي ته په لوبېدونکي ۱۱ کسیزه لوبډله کې هم د لوبېدو چانس ورکول کېږي که نه.

افغان لوبډله وروستۍ ګروپي سیالۍ ته چمتووالی نیسي

کرېکټ

په داسې حال کې چې افغانستان په سږني نړیوال جام کې وار له مخه تاریخ جوړ کړی، افغان لوبډله د دغه جام په لومړي پړاو کې خپلې وروستۍ سیالۍ ته چمتووالی نیسي.

دا لوبه د کوربه وېسټ انډيز خلاف ده، د افغانستان پر برخلیک څه مهم اغېز نه لري، خو هڅه به کوي چې د غوره اتو لوبډلو پړاو ته له قوت او ښه انځور سره ولاړه شي.

افغانستان او وېسټ انډیز وار له مخه له سي ګروپه د نړیوال جام بل پړاو ته وتلي خو نیوزیلنډ، پاپو نیوګیني او یوګانډا په دغه ګروپ کې له مخته تګه پاتې دي.

د دوی ترڅنګ پاکستان او شري لنکا هم بل پړاو ته لار نه ده موندلې.

د افغانستان او وېسټ انډیز تر منځ وروستۍ ګروپي لوبه د جون په اتلسمه (سې شنبې په ورځ) د وېسټ انډيز په سېنټ لوشیا ټاپو کې کېږي

کرېکټ
د عکس تشریح،افغانستان او وېسټ انډيز پخوا هم لوبې کړي او افغان لوبډلې خو ان یو ځل د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام کې مهمه ماته ورکړې وه، وروسته وېسټ انډيز بیا د هغه کال نړیوال جام وګاټه

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لوبغاړي نن دغه ټاپو ته ورسېدل چې له وېسټ انډيز سره راتلونکې لوبې ته ځانونه چمتو کړي.

له دغې لوبې وروسته افغان لوبډله د سوپر اته سیالۍ پیلوي.

افغان لوبډله به دغه پړاو کې د جون پر شلمه له هند، د جون پر ۲۳مه له اسټرالیا او د جون پر ۲۵مه له بنګله دېش یا هالنډ یوې لوبډلې سره لوبه لري.

که افغان لوبډله د اتو غوره لوبډلو سیالیو کې هم ښه وځلېږي، نیمه پایلوبې ته به د وتلو ریکارډ جوړ کړي.

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*