کندوز کې یو شمېر کرونګر وايي طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو دغه ولایت کې د پنبې حاصلات زیانمن کړي دي.
د دوی په خبره سږکال د پنبې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم شوي چې له امله یې کروندګر زیانمن شوي هم دي.
پنځوس کلن هستي خان چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې په کروندګرۍ بوخت دی، او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي؛ خو سږکال طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو له امله خپلو حاصلاتو ته اندېښمن دي.
کندز کې یو کروندګر، هستي خان وايي: «هیڅ حاصل یې نه دی ورکړی، سږکال یې یو ځل بیخي مرض ونیوه، تور شو، یوازې لرګي یې پاتې دي.»
یو شمېر کروندګر هم وايي، سږکال یې د پنبې حاصلات کم شوي او نشې کولای خپل لګښتونه پوره کړي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
کندز کې کروندګر، احسان الله وايي: «د تېر کال پرتله سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې کم والی راغلی دی. ځکه سږ کال د تودوخې درجې د زیاتوالي له امله پنبه مرض وهلې ده، موږ له اسلامي امارته غواړو چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ سره مرسته وکړي.»
یو بل کروندګر، خان جان هم په دې اړه و ویل: «پنبې او مۍ حاصل نه دی ورکړی، موږ له اسلامي امارت غواړو چې مرسته وکړي، موږ ته سره راکړي.»
له دې سره هممهاله د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین مني، چې دغه ولایت کې سږکال د پنبې حاصلات کم شوي او ټینګار کوي چې د کروندګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به دوی ته کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ووېشي.
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح الدین واحدي وايي: «موږ د کروندګرو ستونزې د کرنې له وزارت سره شریکې کړې دي، دا موضوع موږ له موسسو سره هم دا خبره شریکه کړې ده. راتلونکې کال کې مو هم پلان دی چې له کروندګرو ملاتړ وکړو مخکې مو هم ورته تخم ویشلی دی.»
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پربنسټ تېر کال په دغه ولایت کې پر ۴۰۹۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې لس زره او ۳۳ ټُنه پنبه ترې ترلاسه شوې؛ خو سږکال دغه شمېر دېرش سلنه کم شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "کندز کې د اقلیم بدلون او طبیعي افتونو له امله د پنبې تولیدات کم شوي"