کندهار او هلمند کې د کجکي بند د اوبو کمښت له امله برېښنا پرې شوې

کندهار او هلمند کې د کجکي بند د اوبو کمښت له امله برېښنا پرې شوې

کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله پر کندهار او لښکرګاه ښارونو برېښنا پرې شوې ده.

مسوولين وایي دا مهال خلکو ته په نوبتي ډول ډېزلي برېښنا ورکوي.
 

د هلمند د والي ویاند  ، محمد قاسم رياض وايي: « د کجکي بند د اوبو د کچې د کمښت له امله، د دغه بند تولید شوې برېښنا په کندهار او هلمند کې پرې شوې ده او تر هغې به دا ستونزه دوام ولري چې د اوبو کچه لوړه شي. دا مهال په لښکرګاه ښار کې د ښار اوسېدونکو ته په نوبتي ډول د ډیزلي برېښنا برابرېږي.»

د کندهار او لښکرګاه اوسېدونکي د برېښنا ستونزي د دایمی حل غوښتنه کوي.
دوي وایي، د اوبو کمښت او د برېښنايي بندونو د تولید ټیټوالي ته په کتو دي، د سولري او بادي برېښنا برخو کې پانګونه وشي.

د هلمند اوسېدونکی، صدام مېړنی په دې اړه داسې وايي: « زموږ ټول کارونه په برېښنا پورې تړلي دي؛ لکه ماشینونه چې ټول په برېښنا چلېږي.»

د کندهار اوسېدونکی، عبدالولي بیا وايي: « بدیلې لارې باید وموندل شي، لکه بادي او لمریزه برېښنا. که په دې برخه کې په ولایتونو کې کار وشي، زه باور لرم چې د خلکو ستونزې به تر یوه بریده حل شي.»

د توليدي برېښنا د ستونزو له زياتېدو سره مسوولين، سويلي ولایتونو ته د وارداتي برېښنا ژر رسېدل د برېښنايي بحران د مهارولو لپاره اړين ګام بولي، څو د خلکو، فابريکو او خدماتي بنسټونو اړتیاوې پر وخت پوره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار او هلمند کې د کجکي بند د اوبو کمښت له امله برېښنا پرې شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*