کندهار ته له پاکستانه راستون شوي عبیدالله د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې

Photo: Faruk Tokluoglu

کندهار ته له پاکستانه راستون شوي عبیدالله د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې

هېواد ته له پاکستانه راستون شوي عبیدالله د کندهار په دویمه ناحیه کې په خپل کرایي کور کې د ۶۰۰ زره افغانیو په پانګونې د صابون جوړولو یوه کارخونه جوړه کړې ده. 

عبیدالله د خپلې کورنۍ په همکارۍ هره ورځ ۵۰ کلیوګرامه د کالیو وینځلو صابون او یو ډول شامپو تولیدوي.

عبیدالله طلوع نیوز ته وایي: «زما د محصولاتو کیفیت ښه دی، د بازار تقاضا زیاته ده، پېرودونکي ډېر دي او ورځنی تولید مو تر پنځوس کیلوګرامه دی.»

عبیدالله وايي، تولیدات یې د کیفیت لمخې په سیمه کې بې ساري دي؛ خو د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله یې نه شي پراخولی.

هغه هپه دې اړه زیاتوي: «که دولت د کارخونې په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي، زموږ کاروبار به لا ډېر پراخ شي.»

د دغې کارخونې کارګره، حنفیه وایي: «زه زده کړې کوم او له پلار سره مې په کارخونه کې کار کوم. له دولته غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د کارخوني بل کارګر، حنظله و ویل: «موږ دلته صابون تولیدوو. دولت باید له موږ سره مرسته وکړي، څو خپله کارخونه پراخه کړو.»

مسوولین وايي، باید د هغو کډوالو ملاتړ وشي، چې تر راستنېدو وروسته یې کاروبارونو ته مخه کړې ده.

کندهار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د بیا مېشتېدنې څانګې امر، نعمت الله الفت و ویل: «هغه راستنېدونکي چې کاروبار پیلوي او موږ ته مراجعه کوي، غوښتنلیک ورکوي، موږ د دولت او خېریه بنسټونو له لارې دوی سره مرسته کوو، چې دا مرسته کولی شي د دوی کاروبار و غوړوي.»

د مسوولینو په خبره، له ایران او پاکستانه د مسلکي راستنېدونکو د ثبت او کارموندنې لپاره د هېواد په ټولو پولو او فرضي کرښو کې کاري کمېټې فعاله دي، څو راستنېدونکو سره د کاروبارونو په فعالولو کې مرسته وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار ته له پاکستانه راستون شوي عبیدالله د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*