
کندهار کې د تېر کال پرتله د ماشومانو د مړينې کچه ۱۳ سلنې راټیټه شوې
د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون مسوولین وایي، د عصري طبي وسائلو کاروني په مټ توانيدلي، چې د سويلي حوزې په کچه د ماشومانو د مړيني کچه له ۲۳ عشاريه پنځوس سلنې ۹ عشاريه ۵۳ سلنې ته ټيټ کړي.
مسوولين وایي د تېر کال په دویمه ربعه کې ۲۰۸ ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړی و، خو د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د مړيني ياده کچه ۱۱۴ تنو ته راټيټه شوې ده.
د کندهار د ميرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر، هدايت الله حکيمي په دې اړه داسې وايي: «موږ د تېر کال په دوهمه ربعه کې د ناروغانو د مړيني ۲۰۸ پېښي لرلي، چې دا پېښي د دې کال د لومړۍ ربعي په پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښي. د ناروغانو د مړيني د کچي د ټيټوالي عمده علت د عصري طبي توکو کارونه ده.»
دا په داسي حال کې ده، چې تازه يو خيريه بنسټ د مور او ماشوم د مړيني د کچي د لا ټيټوالي په موخه د کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فرا او نیمروز ولایتونو له روغتونونو سره د څه کم درې سوه زره امريکایي ډالرو په ارزښت د ۲۰۸ قلمه عصري طبي ماشينونو مرسته وکړه.
مسوولین وایي، روغتيایي مرکزونو کې د یادو توکو کاروني سره به د مور او ماشوم د مړيني کچه نوره هم ټيټه شي.
د کندهار میرویس حوزوی روغتون امر، منیراحمد منور هم وايي: « دغه روغتیایي مرسته به زموږ روغتیایي خدمتونه نور هم معياري کړي، ځکه عصري وساېل د ماشومانو د ژوند د ژغورني برخه کې خورا ګټور دي.»
د کندهار میرویس حوزوي روغتون سرطبيب، عبدالقيوم ايوبي بیا داسې وايي:« دا ټول ۲۰۸ قلمه توکي دي، چې د مور او ماشوم د روغتیا برخه کې کاريږي او زموږ ورته ډېر زياته اړتیا وه. دغه توکې به د کندهار، زابل، هلمند ترڅنګ به روزګان فرا او نيمروز ولایتونو کې ووېشل شي.»
بلخوا د کندهار مېروېس روغتون کې د بستر ناروغانو د کورنۍ غړي له مسوولينو د ماشومانو د روغتيا برخه کې د لا زياتي پاملرني غوښتنه کوي.
ناروغ لرونکي، خدایداد په دې اړه و ویل: «دلته مي ناروغ راوستلی، رسېدنه ورته کیږي، خو باید امکانات او اسانتیاوی نوري هم زياتي شي.»
روغتياپالان، روغتيایي مرکزونو ته کم لاسرسی، د پوهي د کچي ټيټوالی، غربت او پر وخت روغتيایي مرکزونو ته نه لاسرسی د ماشومانو د ناروغيو د زياتوالي او مړيني بنسټيز لاملونه بولي.
لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې د تېر کال پرتله د ماشومانو د مړينې کچه ۱۳ سلنې راټیټه شوې"