
مسوولین: کندهار کې د غږیزو رسنیو شمېر زیات شوی
د کندهار سیمه ییز مسوولین وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې د غږیزو رسنیو شمېر زیات شوی دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د یوې غږیزې رسنۍ د فعالیت د پیل پر مهال و ویل، اسلامي امارت په بشپړ ډول د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر، حميدالله هاشمي و ویل: «د اسلامي امارت د راتګ راهيسې کندهار کې زياتې راډيوګانې پرانيستل شوي او د څراغ راډیو پرانيستې سره کندهار کې د فعالو راډیوګانو شمېر ۱۵ ته ورسېد. موږ هيله لرو، چې راتلونکي کې نوري رسنۍ هم فعاله شي.»
د څراغ په نوم غږیزې رسنۍ تازه تېره ورځ (سې شنبه) کندهار کې فعالیت پيل کړ. مسوولین یې وایي، د ټولنې اړتیاو ته په کتو به نشرات کوي.
د څراغ راډیو مسوول، حیات خان په دې اړه و ویل: «دا د کندهار په کچه ماته یو لوی مسووليت سپارل شوی او زه به دغه مسووليت په ښه ډول سرته ورسوم.»
سوېل کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول، احمد لودين و ویل: «د ځینو رسنیو کیفيت سم نه دی او نشرات هم په غير مسلکي ډول کوي، چې باید یې مخه ونیول شي او مسلکي بشري ځواک ته لومړيتوب ورکړل شي.»
ديني عالم، ولي الله ذهين و ویل: «ټولنه پر موږ حق لري، چې د اصلاح لپاره يې کار وکړو.د نوي نسل لپاره داسې څه ټولنې ته وړاندې کړو، چې مثبت بدلون رامنځته کړي.»
تر دې وړاندې هلمند او زابل کې هم دوو خصوصي راډيوګانو نشرات پیل کړي وو.
لومړی نظر وکړئ on "مسوولین: کندهار کې د غږیزو رسنیو شمېر زیات شوی"