
کندهار کې د لومړي ځل لپاره د انارو د پروسیس خونې فعالیت پیل کړ
مسوولین وایي، د انارو د پروسیس د دغې خصوصي خونې فعالیت سره به د انارو د ضایعاتو مخه ونیوله شي او نړۍ ته به د انارو د جوس او د انارو د دانو معیاري صادراتو زمینه برابره کړي.
دغه خونه به هره ورځ تر لس ټنه انارو څخه د جوس او د انارو دانې د پرسیس ظرفیت ولري.
د کارخونې مشر، عبدالناصر عادل و ویل: «موږ دلته لومړۍ پانګونه دوه میلیونه افغانۍ کړې خو دغه پانګونه به پنځوس میلیونه افغانیو ته رسيږي او په دې سره به د انارو د جوس او دانې برخه کې معیاري خدمتونه وړندې او ګڼو خلکو ته به د کار زمينه هم برابره کړو.»
د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل و ویل: «سږ کال کندهار کې ۲۷۴ زره مټريک ټنه انار ترلاسه شوي، چې ځينې انار يې ضايع کیږي، خو که داسې امکانات وي، د انارو ضايعات به کم او بڼوالو ته به يې ګټه زياته وي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزیټي ستونزو سره سره توانېدلي، روسیې، قزاقستان او نورو هېوادونو ته انار صادر کړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې رییس، عبدالاحد صدیقي و ویل: «دا به د انارو د باغ لرونکو د ستونزو وروستی کال وي، ځکه سږ کال زموږ انار، د روسیې ترڅنګ قزاقستان او تاجیکستان ته هم صادر شول او نورو هېوادونو ته هم زموږ صادرات د پراختیا په حال کې دي.»
د انارو بڼوال هم په کور دننه د انارو پروسیس خونو جوړېدل، د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.
د انارو بڼوال، شېر علي و ویل: «د لارو د بندېدو له امله زموږ اندېښنې زياتې وې، خو د دغه ډول مرکز جوړېدل به زموږ ستونزې راکمې کړي، ښه فرصت دی او باید پراخ شي.»
د انارو بڼوال، سمیع الله و ویل: «د انارو د پروسيس خونې جوړېدل زموږ لپاره تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده، ځکه نور به مو انار نه ضايع کیږي.»
د کندهار انار چې نړۍوال شهرت لري، تر ټول زیات بڼونه یې د دغه ولایت په ارغنداب، ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې دي.
لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې د لومړي ځل لپاره د انارو د پروسیس خونې فعالیت پیل کړ"