
کندهار کې د موټرو لپاره د وسپنیزو کولرو کارونه زیاته شوې
کندهار کې موټر چلوونکي د کم لګښت په موخه په کمه برېښنا او اوبو چلېدونکو کولرونو د موټرو د يخولو لپاره ګټه اخلي.
د کندهار د حلبي سازۍ په مشهور ټک ټک بازار کې له لسيزو راهيسې د پښګرو په لاس بېلا-بيل چادري توکي جوړیږي.
د کورونو د يخولو لپاره د جوړو شوو کولرونو سربېره د زاړه ماډل لرونکو موټرو د يخولو لپاره، د کوچنیو کولرونو جوړول تازه رواج شوي دي.
پښګر وایي د دوی په لاس جوړ شوي کولرونه د موټرو د يخولو برخه کې ګټور تمام شوي.
پښګر، جاويد احمد وايي: «کولرونه د موټرو لپاره بېلابېل قیمتونه لري، له زر افغانیو پیلېږي او تر ۱۲۰۰ یا ۱۵۰۰ افغانیو پورې هم دي. د کورونو لپاره هم همداسې کولرونه شته.»
یو بل پښګر نعمتالله هم و ویل: «دا کولرونه هم په موټرو او هم په ریکشاګانو کې لګېږي او د پخوا پرتله اوس ډېر ښه شوي دي.»
موټر چلونکي په ځانګړې توکه ټکسي لرونکی د تېلو د سپما او کم لګښت په خاطر په خپلو موټرونکو کې د ايسي پر ځای چادري کولرونه نصبوي.
دوی وایي په ګرمه هوا دا چاره ورسره د ارام سفر او سپاريانو موندلو برخه کې مرسته کوي.
په کندهار کې یو ټکسي چلوونکی، احمد ضیا وايي: «ډېر ښه دي، ښه کار کوي او د مسافرو لپاره هم مناسب دي.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی، محمد ګل هم وايي: «که په موټرونو کې ایسي نه وي، ستونزه وي، خو دا کولرونه ډېر ښه دي او مسافر هم ورسره ارام احساسوي.»
سويلی ولایت کندهار، چې دوبي فصل کې يې د ګرمۍ درجه تر ۴۵ درجې هم لوړيږي، د سفر زيات وسایط يې د هوا يخولو امکانات نلري، خو موټرونو ته د چادري کولرونو نصب تر يوه بريده دغه ستونزه هواره کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې د موټرو لپاره د وسپنیزو کولرو کارونه زیاته شوې"