
کندهار کې هره ورځ د پنبې له دانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولیدیږي
د کندهار په صنعتي پارک کې هره ورځ له پنبې دانې څخه ۲۰۰ ټنه غوړي تولیدیږي.
د کارخونو مسوولین وایي چې تولید یې پر نړۍوالو معیارونو برابر دی او په بازار کې یې غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.
د کارخونې مسوول، سلمان شاه کاکړ و ویل: «دا د افغانستان کورنی تولید دی او په نړۍوالو معیارونو برابر دی. ورځ تر بلې یې غوښتنه ډېریږي.»
د کارخونې یو کارګر و ویل: «موږ دلته د غوړیو کار کوو او په هر کارتن کې څلور بوشکې غوړي ځای پر ځای کوو.»
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي چې دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې له پنبې دانې څخه د غوړیو د تولید په برخه کې ۳۰ کارخونې فعالې دي.
مسوولین زیاتوي چې د غوړیو د تولید کچه د پنبې د حاصل پر مهال لوړېږي.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس، سید سرور اماني و ویل: «په دې کارخونو کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ټنه معیاري غوړي تولیدیږي. دا موسمي تولید دی؛ هر وخت چې پنبه ورسیږي او تر هغې چې د کښت فصل پایته رسیږي، موږ یې پر پروسس بوخت یو. دا مهال په کندهار کې د پنبې د پروسس ۳۰ کارخونې شته او په کلني ډول تر ۵۰ زرو ټنو غوړي تولیدیږي.»
د مالوماتو له مخې، په کندهار کې د غوړیو د تصفیې په برخه کې څه باندې درې میلیونه ډالره پانګونه شوې او د دغه ولایت تولید شوي غوړي د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې هره ورځ د پنبې له دانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولیدیږي"