
کندهار کې یوه فابریکه راتلونکی کال بهر ته د وچو شیدو صادرات پیلوي
د تاج وطن په نوم د لبنياتو او مشروباتو توليدي کارخونې چې، دوه کاله وړاندې يې د کندهار عينو مېنه کې فعاليت پېل کړی، اوس د ورځې تر ۲۰۰ ټنه د توليد وړتیا لري.
د کارخونې مسوولین وایي، د ۲۰۲۶ کال پېل سره سم به د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د وچو شیدو تولید د کورني بازار ترڅنګ تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبېکستان ته هم صادر کړي.
د کارخوني مسوول شاهد احمد پوپل وایي: «نه یوازې به د ماشومانو دا شیدې د افغانستان لپاره وي بلکې نورو ګاونډیو هېوادونو ته به یې هم صادرات پیل کوو.»
د کارخونی کاریګر وایي د توليداتو د لوړ کېفيت له امله يې د توکو غوښتنه بازار کې زیاته ده.
کاريګر محب الله و ویل: «ماشاالله تولیدات ډېر ښه روان دي، موږ ښه او وطني تولیدات لرو. ښه د پلور بازار هم لري او تولید مو هم ښه روان دی.»
د فابریکې بل کاريګر فضل احمد و ویل: «زموږ د کمپنۍ تولیدات ډېر ښه دي. دلته موږ شیدې، ملایي، انرژي او فلټر اوبه تولیدوو.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولين وایي، د لبنياتو او مشروباتو برخو کې کورنۍ پانګوني تر ډېره د هېواد اړتیا پوره کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالاحد صديقي و ویل: «واقعا چې یوه ښه او معیاري کارخانه ده. دوی هم شیدې او هم جوسونه تولیدوي. د افغانستان په کچه داسې فابریکې شته چې زموږ د هېواد اړیتاو پوره کولی شي.»
کندهار کې له ۲۰۰ زیاتې تولیدي فابریکې دا مهال فعالیت لري، چې تولیدات یې نه یوازې کورني بازار ته، بلکې بهر ته هم صادرېږي.
لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې یوه فابریکه راتلونکی کال بهر ته د وچو شیدو صادرات پیلوي"