کندوز کې د سړو خونو نشتون د مېوو بیې ټيټې کړې دي

Loading

Thumbnailکندوز کې یو شمېر کروندګر وایي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړو خونو ته اړتیا لري. 

دغه کروندګر وایي، د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د خپلو کرنیزو حاصلاتو د راټولولو پرمهال له جدي ستونزو سره مخ کیږي او اړ کیږي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.

کندوز کې کروندګر، محمد نبي و ویل: « مېوې شته، سبزي شته، هر څه شته خو معیاري سړې خونې نشته، مثلاً اوس رومیان په ۴۰ دي خو که سړې خونې اوسي موږ یې په ۱۰۰ یا هم ۱۲۰ افغانیو پلورو.»

کندوز کې یو بل کروندګر، قدرت الله هم و ویل: « موږ دلته خټکي لرو، هندواڼې لرو، رومیان او ځینې نور سبزیجات لرو خو دې وخت کې بیې ډېرې ټیټې دي، سوداګر یې په ټیټو بیو اخلي خو که موږ سړې خونې ولرو، پکې یې وساتو بیا یي په ښو بیو پلورلی شو.»

یو بل کروندګر، عبدالنصیر څرګنده کړه: « موږ له دولته غواړو څو د دې لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو زموږ د مېوو او سبزیو ارزښت لوړ شي.» 

خو د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې دوه معیاري سړې خونې جوړې کړي.  

د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح الدین واحدي په دې اړه و ویل: « موږ کندز ولایت کې دوه معیاري سړې خونې پلان کړې دي،  چې یوه یې د کندز په مرکز کې ده چې ۱۵۰۰ مټریک ټنه مېوو د ساتلو وړتیا لري او یوه بله هم په خان اباد ولسوالۍ کې ده چې د ۱۰۰ مټریک ټنه مېوو د ساتلو وړتیا لري.»

تر دې وړاندې هم کندوز کې یو شمېر کروندګرو د نباتي افتونو له امله د اندېښنو په څرګندولو سره له مسوولینو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندوز کې د سړو خونو نشتون د مېوو بیې ټيټې کړې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*