کندوز کې د کانګو ناروغۍ د ۱۶ شکمنو پېښو ثبتېدل؛ دوو تنو ژوند بایللی

1
1

Loading

د کندوز د انتاني روغتون مسوولان تازه د کانګو ناروغۍ ۱۶ شکمنو پېښو له ثبته خبر ورکوي چې، دوه تنه یې له امله مړه شوي دي.

د مسوولانو په خبره په تېرو دوو میاشتو کې ۱۳ زره ناروغان دغه روغتون ته د درملني په موخه ورغلي چې له دې ډلې ۹۰۰ تنه یې بستر شوي.

د کندوز د انتاني ناروغیو روغتون امر قیام‌الدین صافی وايي:«په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۳ زره OPD ناروغان لرل چې له دې ډلې ۹۱۸ تنه مو بستر کړل، ډېر یې په اسهالاتو او شري اخته وو او په غبرګولي میاشت کې موږ د کانګو ۱۶ شکمنې پېښې لرلې چې، دوه هغه یې مثبتې وې او دواړو یې ژوند بایلود.»

په همدې حال د دغه روغتون روغتیاپالان له هېوادوالو غواړي چې د اختر ورځو پرمهال روغتیايي لارښوونې مراعات کړي.

ډاکټر احمد ضیا صافی وايي:«هغه کسان چې قرباني کوي کوښښ دې وکړي چې کم کسان ونډه واخلي، هغه کسان چې ونډه اخلي کوښښ دې وکړي چې ماسک او احتیاطي تدابیر په نظر کې ونیسي.»

ناروغ امان‌الله وویل:«کابو ۱۵ ورځې مخکې زه یې وچیچلم او اغېزې یې ۷ ورخې وروسته معلومې شوې، سرد شوم، تبه مې لرله، هیله کوم هغه کسان چې مال لري احتیاط دې وکړي.»

ناروغ لرونکی محبوب‌الله څرګندوي:«موږ په تخار کې وو زما ناروغ، کابو درې ورخې په تخار کې بستر و، بیا یې د کندوز حوزوي روغتون ته ولېږلو، له هغې ځایه وروسته یې انتاني روغتون ته راوست، ناروغ مې ورور دی له څارویو سره سر وکار لري په خپله وايي چې ۲۰ ورخې مخکې یې چیچلی وم.»

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې، افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پېښې د ډېرېدو په حال کې دي او له هېوادوالو یې غوښتي و چې، له څارویو سره د اړیکو او حلالولو پرمهال د ځان ساتنې په موخه اړین تدابیر ونیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندوز کې د کانګو ناروغۍ د ۱۶ شکمنو پېښو ثبتېدل؛ دوو تنو ژوند بایللی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*