
د هرات ځینې اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي.
د دوی په خبره، په مناسبه بیه د کرايي کورونو موندلو پسې لالهانده دي خو کرايي کورونه نه موندل کیږي.
د هرات اوسېدونکي، عبدالخالق یوسفي و ویل: «یو میاشت کیږي چې د کور په لټه کې یم، خو له بده مرغه هغه کور چې اړتیا ورته لرم، پیدا نه شو. د کور کرايه چې پخوا ۱۵۰۰ افغانۍ وه، اوس له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانیو لوړه شوې ده. له دولته غواړم چې د کورونو د کرايې څارنه وکړي.»
د هرات بل اوسېدونکي، محمد اسماعیل نبيزاده و ویل: «په ډېرو سیمو کې کرايه کورونه نه پیدا کیږي او ډېر کم دي. د کورونو پلور او پېر شته خو کرايي کورونه نشته، ځکه ډېر شمېر کډوال راغلي دي.»
د معاملاتو لارښوونې ځینو دفترونو د شمېرو پربنسټ، په وروستیو میاشتو کې په هرات کې د کورونو کرایې شاوخوا څلوېښت سلنې لوړې شوي، چې اصلي لاملونه یې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدل او دغه راز له بېلابېلو ولایتونو هرات ته د زرګونه کورنیو رالېږدېدل دي.
د معاملاتو لارښوونې یو دفتر مسوول، شریف احمد انوري و ویل: «په هرات ښار کې نفوس زیات شوی او کډوال او د نورو ولایتونو اوسېدونکي دې ښار ته راغلي دي. له همدې امله، د کورونو خاوندانو کرايې لوړې کړې دي.»
سیمهییز مسوولین بیا وايي، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدل او د هېواد له نورو برخو کې دغه ولایت ته د خلکو راتلو سره د کورونو کرایې لوړې کړې دي.
د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي په دې اړه زیاته کړه: «په هرات کې اقتصادي وده او سوداګريزې چارو د پرمختګ له امله خلک له نورو سیمو دې ښار ته راکډه شوي. له همدې امله، د کورونو کرايې لوړې شوې دي. سیمه ییزې اداره ژمنې دي چې دا بهیر تنظیم او څارنه به یې وکړي.»
هرات د هېواد یو له سترو ښارونو دی چې په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو زرګونه کورنیو او نورو ولایتونو اوسېدونکو کوربه دی.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د کورونو کرایو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي"