کونړ ته د زلزله ځپلو لپاره د ژغورنې مرستې روانې دي

کونړ کې د شوې زلزلې له امله لاهم د ژغورنې او مرستې رسوونې عملیات دوام لري.
 

د کونړ د دوشنبې شپې له مرګونې زلزلې وروسته لا هم د دې پېښې یو شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

“د کونړ په مزار درې کې له زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورلو هڅې لا هم روانې دي، خو په لرې پرتو سیمو “اریت” او “شوماش” کې لا هم یو شمېر کسان تر کنډوالو لاندې پاتې دي او هغوی ته رسېدل خورا ګران کار دی.

د دوشنبې شپې زلزلې له امله د دغو کلیو لارې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او د ژغورنې ډلې مجبورې دی چې ساعتونه، ساعتونه په پښو مزل وکړي یا د الوتکو له لارې دغو ځایونو ته ورسیږي. په ځینو سیمو کې ان د چورلکو د کېناستو امکان هم نشته.

د ژغورنې د ډلې غړی، محمد غني داسې وايي: «له دې ځایه مو ۵۰۰ ټپیان انتقال کړي دي. او دا پورته چې کوم دي دا یې د طیارې په وسیله جیګ کړي دي، وړي یې دي. کوم شهیدان چې بهر وو هغه یې خښ کړي او کوم چې په کورونو کې وو، هغه بند پاتې دي.»

زیانمن شوی، عبدالعظیم وايي: « دې زموږ کلي کې روغ ځای نه دی پاتې شوی. زنانه دي، ماشومان دي ټول در په در شوي دي. کورونه ټول تخریب شوي که کوم یو را پریوتی نه دی، زلزله همداسې دوامداره ده. زلزله نیم ساعت او ۱۵ دقیقې وروسته کیږي. که کوم کور پاتې وي، هغه هم شاید را و غورځيږي.»

له دې سره هممهاله، د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مرسته ورسره نه ده شوې. د څښاک د اوبو او خوړو نشتوالی د دغو خلکو له لومړنیو او بنسټیزو ستونزو ګڼل کېږي.

شاه مردان چې یو بل زیانمن دی وايي:«حکومت دې خپله سنجش وکړي. زموږ کورونه، مالونه او هرڅه له منځه تللي دي. دغه یوه جوړه جامه زموږ پر غاړه پاتې ده. نور هیڅ هم نشته دی.»

محمد ګل یو بل زیانمن دی هغه هم داسې وايي: «زموږ پر پایپ چې کومې اوبه راتللې هغه پرې شوې دي. دا ۲۴ ساعتونه وشول چې د څښلو اوبه نشته دی. خوراکي توکي په کورونو کې لاندې شوي دي.»

دلته لسګونه کورونه وران شوي او ګڼې کورنۍ سړې او وېروونکي شپې تر شنه اسمان لاندې تېروي.

نه یوازې د نورګل دره، بلکې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ هم سخته زیانمنه شوې ده او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کونړ ته د زلزله ځپلو لپاره د ژغورنې مرستې روانې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*