
کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو ګومارنې ته د ټپي شویو ښځو خوښۍ
کونړ کې زلزله ځپلې ښځې وایې، د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی وایې، زلزلې سخت ځپلي خو دې ته خوښې دي چې د درملنې لپاره یې ښځېنې ډاکټرانې شته.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د سپرو سیمې اوسېدونکې، قمروجانه خپله هم د یکشنبې په زلزله کې ټپي شوې او د کورنۍ ۱۵ نورو غړو ته یې مرګ ژوبله اوښتې. هغه په ټپي ځان د خپلو کورنیو غړو په یادولو ژړا او فریاد کوي.
قمروجانې د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: «یو مې زلمی زوی مړ دی، پنځه مې لمسي، درې مې لمسۍ او یوه مې پېغله لور مړه ده، مېړه، دوه زامن او پېغله لور مې هم ټپيان دي، دوه ننګورګانې مې ټپيانې دي، زه خپله هم ټپي یم، د کورنۍ مې پنځلس کسان مړه او ټپيان دي.»
دې مرګونې زلزله کې یو شمېر نورې ټپي شوې مېرمنې چې د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي، خوښې دي چې په سیمه کې یې د ښځینه ډاکټرانو له لوري د درمنلې چارې په چټکۍ روانې دي.
زلزله ځپلې، نجیبه وایي: «د کورنۍ مې تر پنځلسو شهیدان هم دي، دوه مې لېورونه مړه دي، یوه مې یور مړه ده او د هغې درې بچي هم مړه دي او د بل لېور مې هم دوه لورګانې مړې دي.»
په زلزله کې بلې ټپي شوې، روشن و ویل: «د شپې دولس بجې زلزله وشوه، یوه مې یور مړه ده او یو یې زوی مړ دی او زه خپله پکې خوږ شوې وم، دلته کلینیک ته راغلم، ډاکټرې راته درملنه وکړه او اوس مې روغتیایي وضعیت ښه دی.»
سیمه کې روغتیاپالانې وایي، په مرګونې زلزله کې د ټپي شویو مېرمنو درملنه یې پیل کړې او هغوی چې سیمه کې یې درملنه شونې نه وي نورو روغتیایي مرکزونو ته یې لېږدوي.
روغتیاپاله، تسلیم سبا په دې اړه وایي: «موږ له لومړۍ ورځې دلته د ښځو په درملنه بوختې یو، دلته مو ګرځنده روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، ټپي شوې مېرمنې دلته له زلزله ځپلو سیمو راولي او درملنه یې کوو، د کومو چې دلته درملنه شونې نه وي، بیا یې نورو دولتي روغتونونو ته لېږدوو.»
د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې هڅې روانې دي او اغېزمنو شویو ته د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې لنډمهالی پنډغالی جوړ شوی، چې په کې د خوراک، څښاک ترڅنګ روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو ګومارنې ته د ټپي شویو ښځو خوښۍ"