کونړ کې سېلاب ځپلي د ژمي په را رسېدو سره د سرپناه نشتوالي ته اندېښمن دي

کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له سرپرست حکومته غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي. 

دوی وايي، که څه هم په لومړیو ورځو کې ورسره مرستې شوي؛ خو په خبره یې، د سرپناه نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د لمټک سیمې اوسېدونکی ۷۰ کلن عبدالله جان چې، په زړو هډونو د خپل کور د لوېدلو دېوالونو خاورو پر لرې کولو بوخت و وایي، د سېلابونو له امله درانه مالي زیانونه ور اوښتي او دا مهال د سرپناه نشتوالي له امله د هغه کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ ده. 

عبدالله جان د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « ما چې پام وکړ پر دروازې سېلاب راغی، ژر مې دروازه وتړله، څه سامان چې وو او دوه کوټې یې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د درېیو نورو کوټو دېوالونو درزونه وکړه.»

کونړ کې د سېلابونو له امله بل زیانمن شوي، غلام نبي و ویل: « زموږ د ټولو کورونه وران شول، سیلابونو څاروي یې له ځانه سره یوړل، حتی د کور سامانونه هم، د سرپناه لپاره هیڅ نلرو.»»

د دغو سېلاب ځپلو په خبره، وروستیو سېلابونه د کورونو ویجاړولو سربېره پر سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه هم لمنځه وړي دي.

زیانمن شوي، عزت الله و ویل: « له مسوولینو دا غواړو چې موږ ته د سرپناه جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.»

بل زیانمن شوي، فرید و ویل: « سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړه او کورونه یې وران کړل، له حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

خو سیمه‌ییز مسوولین وايي، د وروستیو سېلاب ځپلي سروې یې بشپړه کړې او هڅه کوي چې د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه وکړي. 

کونړ کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست ویاند، عزت الله کریمي و ویل: « کوم کورونه چې وران شوي دي، انشاالله د سروې چارې یې بشپړې شوي او په راتلونکي کې به د همکاره موسسو په مرسته ورته کورونه جوړ شي.»

کونړ کې طبیعي پېښو ته رسېدنې ریاست د مالوماتو لمخې، وروستیو دوو میاشتو کې سېلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې خلکو ته د ځاني زیانونه سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې سېلاب ځپلي د ژمي په را رسېدو سره د سرپناه نشتوالي ته اندېښمن دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*