
ګوترش د ایران او اسراييل ترمنځ د خبرو اترو د پیل غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا له لوري د ایران پر هستوي تاسیساتو د هوايي بریدونو په غبرګون بېړنۍ غونډه راوبلله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، په دغه غونډه کې له ایران او اسراییله د سمدستي خبرو اترو د بیا پيل غوښتنه وکړه.
ښاغلي ګوترش وویل: «زه د دغه ناورین له پیل راهيسې، تل د منځني ختیځ هر ډول پوځي کړکېچ غندلی دی. د سیمې خلک نور د یوې بلې دورې ویجاړۍ زغملای نشي او اوس دا ګواښ شته چې موږ د غچ اخیستو پر پرلپسې کړۍ داخل شو. د دغه مخنیوي لپاره، باید ډيپلوماسي د جګړې ځای ونیسي.»
د ایران استازي هم د امریکا برید د نړۍوالو قوانینو خلاف وباله او له امریکا سره د خپل هېواد د غبرګون خبر یې ورکړ. اخوا د امریکا استازي د خپلو بریدونو دفاع وکړه.
د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي، امیر سعید ایرواني د امریکا ادعاوې بې بنسټه وبللې او ویې ویل چې دا ادعاوې نه قانوني بنسټ لري، نه هم سیاسي.
بل لور ته، د روسیې استازي د امریکا له لوري د نړۍوالې ډیپلوماسۍ له پامه غورځولو سختې نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې واشنګټن نړۍ د یو هستوي ناورین تر څنډې رسولې ده.
واسیلي نبنزیا، په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي، زیاته کړه: «واشنګټن یو ځل بیا وښوده چې د نړۍوالې ټولنې د نظرونو هېڅ پروا نه لري. امریکا یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د خپل اسراییلي متحد د ګټو لپاره نه یوازې د لسګونو زرو ښځو، ماشومانو او زړو فلسطینیانو وژنه نادیده نیسي، بلکې د ټول بشریت له امنیت او هوساینې پر سر هم قمار وهي.»
په دغه غونډه کې، روسیې، چین او پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوې پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړه چې په کې د منځني ختیځ لپاره د بېقید او شرطه سمدستي اوربند غوښتنه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "ګوترش د ایران او اسراييل ترمنځ د خبرو اترو د پیل غوښتنه کوي"