
یونسکو غزني کې د لرغونو اثارو د ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) غزني کې د لرغونو اثارو د درې بعدي او ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی دی.
د غزني سیمه ییز مسوولین وایي، یونسکو تر اوسه د یوې همکارې موسسې په همکارۍ دغه ولایت کې ۴۵۰ لرغوني او تاریخي اثار درې بعدي او ډیجیټل کړي دي.
د مسوولینو په خبره، دغه چاره به د تاریخي شتمنیو د لا خوندیتوب، د قاچاق مخنیوي او د زیانمنېدو د احتمالي خطرونو کمولو ترڅنګ؛ د علمي څېړنو، مستند کولو او د دغو اثارو په اړه د نړۍوال پوهاوي د پراختیا برخه کې اغیزمن رول ولري.
د غزني د اطلاعات او فرهنګ رییس، حمید الله نثار و ویل: «د لرغونو اثارو له درې بعدي او ډیجیټلي کولو وروسته به د دغو اثارو لپاره یو ځانګړی سایټ او مجازي موزیم جوړیږي. د نړۍ په هره برخه کې به هر څوک کولای شي د یوه ځانګړي سیسټم له لارې له دغو اثارو لیدنه وکړي. د دې ترڅنګ به دغه ګام د اثارو د بیارغونې، ساتنې او د قاچاق مخنیوي برخه کې ډیر اغېزمن تمام شي.»
د اثارو د ډیجیټل سکن کولو مسوول، زیارت ګل زیارمل و ویل: «دغه اثار موږ درې بعدي سکن کړل، چې له دې به یوه ویډیو جوړیږي، چې دا بیا موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارو او د یوه سایټ په جوړولو سره به خلک ترې ګټه اخلي.»
ورته مهال د غزني ځینې فرهنګیان د لرغونو اثارو ډیجیټل کول، د څېړونکو او سېلانیانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو برخه کې اغېزمن ګام ګڼي او د دغه بهیر د دوام غوښتنې لري.
دوی همداراز له یونسکو او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د غزني د لرغونو اثارو لپاره چې ډیری یې د ځای د کمښت له امله د سېلانیانو له سترګو پناه او په زېرمتون کې ساتل کیږي، د یو معیاری موزیم جوړولو کې همکاري وکړي.
غزني کې فرهنګي فغال، اغا محمد خوشه زاده و ویل: «یونسکو چې غواړي د هېواد لرغوني اثار ډیجیټلي کړي دا یو ډیر اغېزمن ګام دی. دا چاره څېړونکو او سېلانیانو ته اسانتیاوې رامنځته کوي او دغه راز د موزیم کارکوونکو ته هم چارې اسانه کوي.»
د غزنې د لرغونو اثارو د نندارتون مدیر، محمد شفیق یاوري و ویل: «د غزنی موزیم ودانۍ معیاري نه ده، له یونسکو سازمان مو غوښتنه ده، چې د یوه معیاري نندارتون او کمپلکس جوړولو کې زموږ سره همکاري وکړي، ځکه چې زموږ ډېری لرغوني اثار د ځای د کمښت له امله په زېرمتون کې ساتل کیږي.»
غزنی له کابل، ننکرهار، لوګر او بامیان وروسته پنځم ولایت دی، چې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان لخوا پکې د لرغونو اثارو د درې بعدي ډیجیټلی کولو بهیر پیل شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "یونسکو غزني کې د لرغونو اثارو د ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی"