یونسیف: د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي

Loading

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د “غم او اندېښنې” موده بللې ده.

د یونسیف اجرائیوي مشرې ‘کاترین رسل’ نن (پنجشنبه د جون ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې زر ورځې له زدکړو محرومېدل په دې مانا دي، چې د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د زدکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو “سیستماتیک” ایستل نه یوازې د دوی د زدکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا خرابېدو لامل هم ګرځي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي “د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه، سیاست لپاره نشي یرغمل کېدای. د دوی ژوند، راتلونکی، هیلې، او خوبونه په انډول کې نغښتي دي.”

د یونسیف مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیزونه یوازې نجونې هم نه اغېزمنوي، بلکې روان بشري کړکېچ لاپسې سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ مسیر ته جدي ناوړه پایلې لري.

د یادونې ده چې افغانستان وار له مخه له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی او میلیونونه وګړي یې دمګړۍ پر نړیوالو بشري مرستو پايي.

یونسیف د هغو نړیوالو سازمانونو په ډله کې دی، چې په افغانستان کې اړمنو خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره د زدکړې، روغتیا او خوړو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.‌

د دغه سازمان مشره وايي، له خپلو شریکانو سره یې په افغانستان کې ۲ اعشاره ۷ میلیون ماشومانو ته د لومړنیو زدکړو او شپږ سوه زره نورو ته چې دوه پر درېیمه برخه یې نجونې دي، کلیوالي ټولګیو کې د زدکړو فرصت برابر کړی دی.

کابل

کاترین رسل وايي “زدکړې یوازې فرصتونه نه برابروي. [بلکې] نجونې په کم عمر کې له ودېدو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو هم خوندي کوي او د سېلابونو، وچکالۍ او زلزلې په څېر د اپتونو پر وړاندې چې افغانستان په مکرر ډول ترې زیانمنېږي، د دوی مقاومت پیاوړی کوي.”

هغه زیاتوي “هغه هېواد مخکې نشي تلای، چې نیم وګړي یې وروسته پاتې وي.”

نوموړې ویلي، یونسیف په افغانستان کې د ټولو ماشومانو د ملاتړ هڅو ته دوام ورکوي‌.

اغلې رسل د افغانستان پر واکمنو چارواکو غږ کړی، چې ماشومانې په سملاسي توګه بېرته د زدکړو پیلولو ته پرېږدي.

د ماشومانو وجهي صندوق اجرائیوي مشرې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د دغو نجونو ملاتړ لپاره ښکېله پاتې شي، ځکه د نوموړې په وینا افغان نجونې دمګړۍ تر بل هر وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.‌

ا.ا. د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

دوی وايي دا پرېکړه دایمي نه ده،‌ خو د ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو سره سره په دې برخه کې د پرمختګ هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

‌منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونسیف: د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*