یونیسف: تقریبآ ۴۰ فیصده افغان ماشومان له رواني ناروغیو سره مخامخ دي

0
1

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په افغان ماشومانو کې د رواني ناروغیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او وايي چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان له رواني رنځ څخه کړېږي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۸ (چنګاښ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۲۴ سلنه ماشومان، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، شدید اضطراب تجربه کوي. دا له اضطراب سره د نړۍ د نورو هېوادونو د مخامخ ماشومانو په پرتله ۱۰ سلنه زیاته ده.

په راپور کې راغلي دي چې په هرو ۱۰۰ افغان ماشومانو کې ۱۵ سخت خپګان تجربه کوي. یونیسف وايي چې د جګړو ادامه، کډوالي او بې ځایه کېدل، د بې وزلۍ زیاتېدل او د ناچاودېدونکو توکو د چاودنې خطرونه د دغو رواني ناروغیو عمده علتونه دي.

ملګرو ملتونه ویلي دي چې د نجونو په تعلیم باندې د طالبانو بندیز د اینده په اړه د ډېرو افغان ماشومانو د ناامیدۍ سبب دی او په دې کار سره ماشومانو ته روغتیايي او نور ابتدايي خدمتونه محدود شوي دي.

یونیسف وايي له رواني ناروغیو سره د مخامخ ماشومانو د درملنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې دا مهال په ټول افغانستان کې د ماشومانو د رواني درملني لپاره ۷۵۰ مرکزونه پرانیستي دي.

یونیسف وايي تېرکال په دغو مرکزونو کې د تقریبآ څلور میلیون ماشومانو رواني درملنه شوې ده او وايي پلان لري چې د روان کال تر پای پورې ۳.۶ میلیون ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق دا خبره هم کوي په افغانستان کې روان پوهان او روان شناسان کم دي او دوی په دې برخه کې هم تېرکال ۳۰۰۰ کسان روزلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د نجونو د حقونو ځینو فعالانو راپور ورکړی و چې د «جنسیت په اساس» د طالبانو د حکومت د «تبعیض» له کبله افغان نجونې او ښځې له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي. په دې کې په کم عمر کې واده کول او نورې روغتیايي او رواني ستونزې شاملې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: تقریبآ ۴۰ فیصده افغان ماشومان له رواني ناروغیو سره مخامخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*