یونیسف: تیرکال له ۵۰۰ څخه زیات افغان ماشومان د ناچاودو توکو چاودنو کې مړه او ټپیان شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۵۰۰ څخه زیات افغان ماشومان د ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان شوي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۶) د ایکس په شبکه کې لیکلي چې په ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې درې میلیونو ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته د ناچاودو توکو څخه د پیښدونکو خطرونو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

یونیسف ویلي: “په ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه زیات ماشومان د جګړو څخه د پاتې شویوناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا سخت ټپیان شوي دي. یونیسف تیرکال کې شاوخوا درې میلیونو ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته د چاودیدونکو توکو په اړه دا چې څنګه چاودیدونکي توکي وپیژني، ورڅخه ځان وساتي او په اړه یې راپور ورکړي په ګډون د چاودونکو توکو د خطر په اړه پوهاوی ورکړی دی “.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” دا نه دي ویلي چې په دغه موده کې څومره ماشومان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او په جګړو کې د ښکیلو غاړو له خوا د ماینونو څخه د کار اخیستلو له امله هره میاشت تر ۶۰ پورې کسان چې اکثره یې ماشومان دي د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

تیره اونۍ د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) هم په یو راپور کې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د چاودنو په اړوند پیښو کې د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

دغې کمیټې د ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) په یو راپور کې ویلي چې ددې ۳۵۹ تنه قربانیان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې ملکیانو ته دا تلفات د چاودنو اړوند په ۲۳۴ پیښو کې رسیدلي دي. خو دغې کميټې هم دا نه دي ویلي چې په دې پیښو کې څومره کسان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: “افغانستان لا هم د ناچاودو توکو د چاودنو د خطر سره مخ دی، چې دددغه هیواد ټولنو ته یې زیاتې ستونزې رامخې ته کړي دي”.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ویلي وو، چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې یې په افغانستان کې د۲۹۲ ملکي وګړو تلفات ثبت کړې چې ۸۸ فیصده یې ماشومان وو.

اوچا د جولاۍ ۲۱ (چنګاښ ۳۱) په یوراپور کې ویلي چې د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کې ۱.۲ میلیون مترمربع ځمکه چې روزنیزو مرکزونو او د اوبو زیرمنو ته نږدې سمیې هم په کې شاملې دي په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

ملګرو ملتونو ویلي: “د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې په افغانستان کې ۲۹۲ ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي دي. ۸۸ فیصده تلفات د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ماشومانو ته رسیدلي دي، چې د هرو لسو تلفاتو نهه یې ماشومانو ته رسیدلي دي. نږدې ۵۰ فیصده تلفات ماشومانو ته د لوبو پرمهال رسیدلي، ۱۵ فیصده تلفات د اوسپنو د کباړ د ټولولو پرمهال ماشومانو ته رسیدلي دي”.

اوچا په دې راپور کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلنو د ارزونو له مخې ماینونه او ناچاودې توکي په افغانستان کې ملکي وګړو ته د تلفاتو د رسیدلو په برخه کې د دوېیم ترټولو ستر خطر په توګه ګڼلی دی

ددغې ارزونې له مخې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر میاشتې په افغانستان کې ملکي وګړو ته ۱۴۰۱ تلفات رسیدلي چې ۸۶ فیصده یې ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ یې د ۲۴۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته چې له نیمايي څخه زیات یې ماشومان وو د جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو توکو د خطر په تړاو پوهاوی ورکړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: تیرکال له ۵۰۰ څخه زیات افغان ماشومان د ناچاودو توکو چاودنو کې مړه او ټپیان شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*