یونیسف: ۲ اعشاریه ۹ میلیون ماشومان به سږ کال له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي

دغه بنسټ همدا راز زیاتوي، چې اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د خوارځواکۍ د ناروغانو د درملنې لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق یا یونیسف سره ۱۳ میلیونه یورو  مرسته کړې او یونیسف ویلي، چې دا پیسې به د خوارځواکۍ ناروغانو د درملنې او زده کړو په برخه کې ولګول شي.

 د دې ادارې د اعلامیې له مخې، په روان زېږدیز کال کې به نږدې دوه اعشاریه نهه میلیونه ماشومان  له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي او څه باندې  ۸۵۰ زره به یې درملنې ته اړتیا ولري.

د یونیسف د اعلامیې یوه برخه لیکلي: په دې۱۳میلیونه یورو مرستې سره، یونیسف ۶۲۰۰۰ کارتنه د درملنې لپاره چمتو خواړه (RUTF) برابر کړي او ۱۶۰۰ روغتیایي کارکوونکې به له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو کې د حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره وروزي. پردې سربېره، یونیسف به په ټولنه کې د لومړنیو زده کړو د ۲۷۵ ټولګیو کیفیت ښه کړي، څو ۹۵۰۰ ماشومان (۶۱ سلنه نجونې) لومړنیو زده کړو ته لاسرسی ومومي. په دې کې به د ښوونکو او د ښوونځي د مدیریت کمیټو روزنه او د ښوونځي د لوازمو چمتو کول هم شامل وي.»

د ماشومانو له ډلې څلور کلن سمیع الله هم له جمعې راهیسې په دغه روغتون کې بستر شوی دی؛ هغه څلور کلن ماشوم چې په ظاهره کوچنی ښکاري او پر نورو ناروغیو سربېره، پر خوارځواکۍ هم اخته دی. مور یې هغه د درملنې لپاره له کاپیسا کابل ته راوستی دی.

د ناروغ ماشوم مور، بسمینه وايي: « د خوارځواکۍ له امله درې ځل په کاپیسا کې بستر شو، د اسهال او نس ناستي له امله یو ځل د ولایت په روغتون کې هم بستر شو. لس ورځې هلته وو، پنځه ورځې په سیروم کې وي او  پنځه ورځې وروسته یې تغذیې ته واستوه.»

د خوارځواکۍ په برخه کې د مرستندویه ادارو مرستې څومره ګټورې دي؟

ډاکټر محمد عارف حسن زي و ویل: «درملنه یې په یوه دوا په یوه شربت او ټابلیټ نه ده. درملنه یې دا ده چې هماغه مخصوصې شېدې باید ورکړای شي، څو ماشوم خپل نورمال وزن واخلي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند بیا وايي، پر دغې ناروغۍ اخته کسانو شمېر راکم شوی او په ټول هېواد کې یې د درملنې لپاره درې زره مرکزونه جوړ شوي دي.

شرافت زمان امرخېل زیاته کړه: «د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د خوارځواکۍ درې سوه او اته پنځوس زره ماشومان چې په متوسطه خوارځواکۍ  اخته دي. یو سلو پنځه اتیا زره کسان چې ثبت شوي درملنه یې شوې ده.»

د یونیسف په دې اعلامیه کې راغلي دي، په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه خلک چې له نیمایي زیات یې ماشومان دي، په روان زېږدیز کال کې بشري مرستو اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: ۲ اعشاریه ۹ میلیون ماشومان به سږ کال له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*