یوه سویسي جوړه له خپل شخصي موټر سره افغانستان ته راغلي

یوه سویسي سیلاني جوړه؛ له خپل شخصي موټر سره د بېلابېلو ځایونو د لیدو لپاره د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلي ده.

دغه دوه سویسي وګړي چې، د ۶ زره کیلومټرو واټن له کچ کولو سره، له تاجیکستانه د شېرخان بندر له لارې کندوز ته راغلي وايي له ډاډمن امنیت څخه په ګټې اخیستنې به د افغانستان له بېلابېلو برخو لیدنه وکړي.

د سویس اوسېدونکې ۸۳ کلنه سوسانا او ۷۸ کلن کال چې، ښځه او خاوند دي وايي دا لومړی ځل دی چې، دوی افغانستان ته په سفر راغلي او د امنیت ټینګښت او کندوز ښار کې د ګرځېدو پرمهال د خلکو له ښه چلنده خوشحاله دي.

سویسي سیلانۍ سوسانا طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ پوهېږو چې، د وضعیت ولکه په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده او امنیت یې ټینګ کړی دی؛ خو په لوېدیځ کې خلک لاهم فکر کوي چې، افغانستان ارام نه‌دی او د تېرو جګړو له امله افغانستان ته د راتګ له امله ویرېږي؛ خو موږ وشو کولای چې، د اوسني ډاډمن امنیت ښه انځور وړاندې کړو، د ګرځندویانو شمېر به زیات شي.»

سویسي سیلاني کال هم څرګندوي:«موږ له ډېرو خلکو سره خبرې وکړې، هغوی سره له دې چې، زموږ په ژبه نه‌پوهېدل؛ خو ډېر مېلمه پاله دي او له موږ سره یې همکاري وکړه. موږ غواړو کابل ته ولاړ شو او له هغه ځایه کندهار او بیا هرات ته سفر وکړو.»

د کندوز ځینې اوسېدونکي هېواد ته د سیلانیانو راتګ او سیاحت ته د زمینې برابرول د حکومت عوایدو لوړېدو او د خلکو اقتصادي ودې لپاره ګټور ګڼي.

د کندوز اوسېدونکی شمس‌الله افغان څرګندوي:«افغانستان ته د ګرځندویانو راتګ ګټور دی. د حکومت عواید لوړېږي. په ځينو برخو کې د کار زمینه برابرېږي.»

پورته مهال د کندوز د بهرنیو چارو ریاست مسوولان په وروستیو میاشتو کې د بهرنیانو سیلانیانو شمېر د زیاتوالي خبره کوي.

د کندوز د بهرنیو چارو ریاست د کونسلي چارو امر حافظ عبیدالله عابدي طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی له همدې امله افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو راتګ زیات شوی. کله چې، هغوی د افغانستان اوسنی وضعیت ویني او هغه څه چې، د دوی ته ویل شوي، ورته جالبه پرېوځي. ګرځندویانو ته پر پوله او کندوز ښار کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د کندوز د بهرنیو چارو ریاست د شمېرو پر بنسټ د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یوازې د شېر خان بندر له لارې له ۶۰۰ زیات بهرني سیلانیان د هېواد تاریخي ځایونو او لرغونو سیمو لیدو په موخه راغلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوه سویسي جوړه له خپل شخصي موټر سره افغانستان ته راغلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*