یوه قزاقستاني شرکت افغانستان کې د کانونو د اکتشاف چارې پیل کړي

Photo: Getty Images

یوه قزاقستاني شرکت افغانستان کې د کانونو د اکتشاف چارې پیل کړي

د “قزاق‌مس بارلاو” په نوم یوه قزاقستاني شرکت د افغانستان په کانونو سکټور کې اکتشافي فعالیتونو پیل کړل.

دغه شرکت افغانستان د کانونو د استخراج لپاره یو هیله بښونکی ځای بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد کې په زیاته کچه د خلاص زینک او جستو زېرمې شتون لري.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل او استانې نږدې اړیکو ته په نغوتې سره ویلي، چې افغانستان پراخې کاني زېرمې لري او قزاقستان هم د دغو کانونو د استخراج لپاره د پانګونې ظرفیت لري. 

د کانونو وزارت ویاند همایون افغان و ویل: «قزاقستان له یوې خوا له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او له بلې خوا، د قزاقستان شرکتونه د کانونو په برخه کې پوره ظرفیت لري. افغانستان پراخې کاني زېرمې لري، له لویو شرکتونو سره کار کوي، څو د افغانستان کانونه په معیاري ډول و ایستل شي او په کور دننه پروسس شي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د بهرنیو پانګوالو له خوا پر کانونو پانګونه کولای شي د هېواد اقتصادي وده چټکه کړي، کاري فرصتونه زیات کړي او د بنسټیزو بېخ بناو په پراختیا کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «هر کله چې سیاسي ستونزې حل شي او افغانستان د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي، شک نشته چې نړۍ، د سیمې هېوادونه او ګاونډیان به هڅه وکړي چې راشي او په افغانستان کې پانګونې وکړي. په ټوله کې هغوی د دې ستونزې د حل په تمه دي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، قطب الدین یعقوبي و ویل: «د افغانستان او قزاقستان د ظرفیتونو ته په کتو، دا کولی شي چې د افغانستان د کانونو په استخراج، اکتشاف او پروسس کې مهم او حیاتي رول ولوبوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توکایف د افغانستان لپاره له خپل ځانګړي استازي ایرکین توکوموف سره کتنه کې، له اسلامي امارت سره د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

قزاقستان او افغانستان د وسپنې پټلۍ د جوړولو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو د بنسټیزو اصولو په تړاو یو هوکړه هم لاسلیک کړې چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوه قزاقستاني شرکت افغانستان کې د کانونو د اکتشاف چارې پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*