د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی دی، چې یوه ترکي شرکت لېوالتیا ښودلي چې په افغانستان د بادي انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. په دې وروستیو کې چین هم د افغانستان کې پانګونه کې لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی، چې د ۷۷ په نوم د یوه ترکي شرکت له مشر سلیمان جیلیو سره لیدنه کې یې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي وایي، د دغه ترکي شرکت مشر موافقه کړي، چې په افغانستان کې د بادي انرژۍ په برخه کې په یوه پروژه پانګونه وکړي، چې له مخې به یې ۲۰۰ میګاواټه برېښناتولید کړي.
منصور زیاته کړي:« د ۷۷ ترکي شرکت رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو ژمنه وکړه چې د تیرو همکاریو سربیره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.».
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په خپل ویب سایټ هم د دې لیدنې خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د یاد وزارت مشرتابه د دغه پروژې په عملي کولو کې یاد ترکي شرکت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
زیاته شوې ده، چې په نږدې راتلونکي به د بادې انرژۍ په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ یو تړون لاسلیک شي.
دا چې د بادي انرژۍ څخه د برېښنا تولید دا پروژه د افغانستان په کومه سیمه کې عملي کیږي، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په دې تړاو مالومات نه دي ورکړي.
ویل شوي دي، چې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز پروژه هم د ترکيې د ۷۷ ساختماني شرکت له لورې عملي شوې.
د دغه پروژې قراداد د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ۷۷ په نوم ترکي ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې چینایي کمپنیو د افغانستان په بندونو او په ځانګړي توګه د کانونو په استخراج کې ډېره لېوالتیا لري. د افغانستان حکومت څه موده وړاندې د افغانستان په شمال کې د تیلو د استخراج په برخه کې یوه چینایي شرکت سره یو قرارداد لاسلیک کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي"