یو وخت داعش یو دیني عالم درلود

1
1

یو وخت داعش یو دیني عالم درلود. د داعش د مرکزي سازمان په خلاف، چې له پیل څخه یې د محدود حمایت او مشروعیت څخه سر ټکاوه،د دې ډلې دیو وخت داعش یو دیني عالم درلود خراسان څانګې هڅه وکړه چې د خپلو مشرانو دغه کمزورتیا جبران کړي. نو، دې ډلې په منځنۍ اسیا کې د سلفی علماوو او د هغوی له نفوذ څخه په مکارانه توګه استفاده وکړه. خو دا ناانډوله رشته چې دمنافقت پر اصولو ولاړه وه په لنډ وخت کې سره و شکیده.

دغه حتمی طلاق او بیلتون د بغدادی غلو او د تاجک تروریست پالونکو تر منځ هرومرو راتلونکی وه. خو، هیچا تمه نه درلوده چې د دې اړیکو پای به دومره چټل وي. چي دا جرمی شریکان به یو بل ته دومره بد او رد ووایی، یو بل به تکفیر کړی او د مشرک، مرتد، بداخلاقه او احمقانو خطاب به یو بل ته کوي. دوی حتی د خپل یو مذهبی ملاتړي تخلص د المدنی څخه به اللندنی او المسکوی بدل کړی تر څو په ټوله کی ددی ډلي سطحی او ضعیفه عقیده ښکاره کړي.

البته باید ووایو چې د داعش دغه ناوړه عمل د هغو کسانو لپاره چې د سیمې سیاستونه تعقیبوي او د منځنۍ اسیا له کلتور او تاریخ څخه خبر دي، ډېر غیر متوقع و، ځکه چې د دې خاورې په تاریخ کې دا ډول کړنې کمې لیدل شوي دي. خو په منځنۍ اسیا کې د داعش د تکفیري مفکورو او د هغوی د سلفي پلویانو تر منځ دې جلاوالي د داعش اصلیت په ډاګه کړ، چې څنګه یوه ډله چې د خلافت دعوه کوي خپلې ټولې ادعاوې په نفاق او درواغو بنا کړی دی. او که ددوی علماء پخپله هم پر دی ډلی انتقاد وکړی نو تکفیریږی به. له همدې امله داعش په منځنۍ اسیا کي عالمان نه، بلکې غلامان ګمارلی دي تر څو ددوی شیطانی پروژه سره ته ورسوي.

د داعشی غلامانو او د بادارانو دا سسته رشته دومره کمزورې ده لکه ددی ډله عقیده چی د اسلام په اصولوضعیفه ده. له همدې امله، کله چې دغه تاجیک په نامه علما د بغداد د خیالي فرعونانو په خدمت کې نه وي، دوی یو بل ته طلاق ورکوي. د دې ادعا یو ژوندی مثال د ابو محمد المدني تکفیر او یا پخپله د داعشیانو په نوې اصطلاح کې شیخ المسکاوي دی.

هغه شیخ چې یو وخت د ابو محمد المدني په نوم پیژندل کیده، یو تاجک تبعه او یو تکفیري سلفیست وو، چې کلونه کلونه یې اسلام د وینو تویونکو ترهګرو لپاره د خدمت د وسیلې په توګه کارولی و، او په مرکزی اسیا کی د داعش د احمق پیروانو لپاره د دیني زده کړو د څراغ په توګه پیژندل کیده.خو دا مکار شیخ په دې وروستیو کې د مسکو د برید په اړه د خپلو څرګندونو له امله په بی ساری توګه سپک سو چی خدای (ج) دی هیڅ انسان دومره نه سپکوی. المدني چې یو وخت د داعش یو مشهور ملاتړی و، اوس د داعش په ټیلیګرام چینلونو کې د شیخ اللندنی او شیخ المسکوی په نوم هر ورځ به بی ساری توګه ښکنځل کیږی چی حتی داعشیان یی کافر او مرتد بولي.

د مدني د بدنامولو او ښکنځلو کمپاین هغه مهال پیل سو چې دغه نوموړي ادعا وکړه چې د مسکو برید د روسیې د استخباراتي ادارو کار دی او د ملکي وګړو وژنه یې غندلې وه. د توهینونو دا لړۍ اوس هم په آنلاین حلقو کې د مدني د تحقیر او ښکنځلو په پار په درب روانه ده. نورو تش په نامه داعش پلوه عالمانو د مدنی د رد او توهین لپاره کتابونه ولیکل او په لسګونو ویډیو او غږیز پروګرامونو په جوړولو سره په دغه بدنامۍ کې برخه واخیسته.

د دې بد اخلاقه او شرمیدلی داعشی تبلیغاتو ژبه او ادب ښیي چې د داعش غله د اسلام له سپېڅلي دین سره د تړاو په ادعا کې څومره منافقان دي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "یو وخت داعش یو دیني عالم درلود"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*