هندي چارواکي: د تېرې اونۍ بریدونو کې مو تر ۱۰۰ زیات وسله‌وال و وژل

Photo: Shiv Narayan Das

د هند د پوځ د عملیاتو مشر، جنرال راجیو ګی، د یک‌شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هند پوځ د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پاکستان دننه په نورو سیمو کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې له ۱۰۰ زیات جنګیالي چې مهم مشران یې هم پکې شامل و، وژل شوي دي.

اسوشیټېډ خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال ګی وویل، د هند وسله‌والو ځواکونو د وسله‌والو نهه تاسیسات او د روزنې مرکزونه په نښه کړي چې پکې د لشکر طیبه ډلې مرکزونه هم شامل دي.

راپور زیاته کړې چې دغه ډله هند د خپلو مهمو ترهګریزو بریدونو او د کشمیر د شخړې تر شا مسووله ګڼي.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ هغوی په بشپړ ډول ناڅاپي له بریدونو سره مخ کړل.» هغه زیاته کړه، د پاکستان غبرګون «بې‌نظم او ګډوډ» و.

دواړو هېوادونو تر خبرو وروسته د اوربند هوکړه وکړه چې د تېرو څو لسیزو نښتو له منځه تر ټولو جدي پوځي شخړې ته یې د پای ټکی کېږدي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دواړو لورو ترمنځ د سپکو وسلو ډزې، توپچي بریدونه، توغندي او ډرون بریدونه وشول چې په ترڅ کې لسګونه کسان و وژل شول ۱۰۰ زیات .

اخوا د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، د هند د چهارشنبې سهار وختي توغندیز بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځ ټول ټال ۲۶ هندي پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هندي چارواکي: د تېرې اونۍ بریدونو کې مو تر ۱۰۰ زیات وسله‌وال و وژل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*