
۱۴۰ زده کوونکي په پنځو تخنیکي او مسلکي برخو کې فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر د دغو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې دغو فارغانو د برېښنا، خیاطۍ او نلدوانۍ په برخو کې عملي او تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې دي او اوس کولی شي د کار بازار ته ننوځي.
هغه ټینګار وکړ چې د یتیمانو، بې سرپرسته ماشومانو، د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د کار فرصتونو برابرول د دې وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه دی او هڅې روانې دي چې په دې برخه کې شته مسؤلیتونه په اغیزمنه توګه ترسره شي.
د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر محمد زاهد احمدزي په دې اړه وویل: “د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هیواد کې تخنیکي او مسلکي زده کړې چمتو کړې دي ترڅو د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو، له روږدي کیدو څخه راستانه شوي ځوانانو او معلولو مجاهدینو پالنه وشي. د کار او نورو سکتورونو برابرول هم د دې وزارت یو له مسؤلیتونو څخه دی، او زموږ هڅه دا ده چې د اړتیا سره سم خپل مسؤلیتونه ترسره کړو.”
یو شمیر مسلکي زده کوونکي چې نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړي وايي چې دوی اړتیا لري چې حکومت د دوی د روزنې له بشپړولو وروسته د دوی لپاره د کار فرصتونه رامینځته کړي.
شمشاد رحیمي، چې یوه فارغه ده، د طلوع نیوز خبریال ته وویل: “موږ په تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې شپږ میاشتې زده کړې وکړې او موږ ډیر خوښ یو چې داسې فرصتونه زموږ لپاره برابر شوي دي.”
عبدالمنیر واحدي، یو بل فارغ، وویل: “زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې موږ ته په هغه مسلک کې د کار فرصتونه برابر کړي چې موږ پکې روزل شوي یو.”
محمد جوادي، چې یو فارغ شوی، پدې اړه وویل: “د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د حکومت پروګرامونه خورا ګټور دي، او موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې داسې نور پروګرامونه پلي کړي.”
د غونډې په پای کې، د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر، د یو شمیر چارواکو سره یوځای، زده کونکو ته د فراغت سندونه وویشل.
لومړی نظر وکړئ on "۱۴۰ زده کوونکي په پنځو تخنیکي او مسلکي برخو کې فارغ شول"