د داعش نه فرار- داستان شکنجه او زندان

19
4

د داعش نه فرار- داستان شکنجه، زندان

له داعش څخه تیښته – د شکنجې او زندان کیسې

موږ ټوله د داعش د افراطی ډلی له هغه کارروایانو خبر یو چی دی ډلي د ښځو او ماشومانو په وړاندې کولي. د داعشیانو دغه شرمناکه کارونه د جنسي تیري او سیستماتیک تاوتریخوالي څخه نیولی بیا د ماشومانو د اغوا او مغزو وینځلو پوری محدود نه وه. دوی به د پردیو ښځو څخه د جنسی استفادي ګټی اخیستی. دوی به ماشومان روزل او خطا ایستل به یی چی ځانمرګی وکړي. د دوی دغه ظلمونه ټوله مستند او ثابت سوی دي. په هر صورت،په افریقا کی د صومالیا څخه وروستي موثق راپورونه را برسیره سوی دی چی داعشیان د خپلو هغو اورپکو سره چی ددی ډلی څخه د تيښتی او پریکون شک پری وسی څنګه چلند کوي.

یوه عادلانه پوښتنه چې راپورته کیږي هغه دا ده چی: ولې دا ځوانان د داعش سره د یوځای کیدو پریکړه کوي او بیا پریکړه کوي چې دا ډله پریږدي ؟ دوی ولې وروسته له دې چی د خپلو مشرانو له خوا شکنجه او زندانیان سی بیا شکایت کوی؟ په داس حال کی چی دا پریکړه همدوی خپله کړی وه؟ لنډ ځواب یی دا دی چې دوی ناپوهه وو او د پیسو، شهرت او نورو ژمنې په لټه کې وو چې دوی باور درلودلی چې دوی یی بل ځای نسي ترلاسه کولی. د دې خلکو لپاره داعش د هغي تیارې کوټې بیلګه وه چی دوی یی هیله درلودله چی ددوی د غلطو تصویرونو فلمونه به هلته چاپیږی. او ددوی منفی تجربی به هلته په یو فعالیت وواړي او ګوندی شهرت تر لاسه کړی. خو باید ووایم، چی ددي مقاله موخه دا نده چی ددی پوښتنو ته په تفصیل ځواب ووایی. دا لیکنه یوازي دا خبره روښانه کوي چی داعشیان له هغو کسانو سره چی ددوی څخه د جلا کیدو ګمان پری وسی څنګه وحشتناکه او ظالمانه رفتار کوي.

د المرصاد ویب پاڼي په وینا، په سومالیا کې د داعشیانو د منتقدینو شمیر په ډراماتیک ډول زیات سوی دی. دا خلک د داعش څخه د وتلو او جلا کیدو پریکړه کړی ده خو د تیښتې لپاره یی خپل ژوند په خطر کې اچولی. په صومالیا کې د داعش مشران په دې خبر دي او د دغو تېښتو په کنټرول کې پاتې راغلي دي. له همدې امله، د داعش مشرانو د تېښتې په شک د ټولو نویو استخدام سویو لپاره ځانګړي زندانونه جوړ کړي دي. د دغو نویو استخدام سویو نظامیانو اکثریت چې د تیښتې اراده لري د مراکش، سوډان، کینیا او تنزانیا څخه دي. دا غولول سوي ساده ځوانان یا د پوځي روزنې او یا هم د دماغ مینځلو پرمهال له کمپونو څخه تښتي. له دغو کسانو څخه یو شمېر یې د جګړې له ډګره هم تښتېدلي او له داعش څخه وتلي دي. دغو فراریانو د داعش څخه د تېښتې د هڅو په توګه د داعش افراطي ډلې او افراطیت ته اشاره کوی. دوی وايي چې داعش اوس د مسلمانانو پر وژلو، کفر او افراطیت تمرکز لري. د دوی په وینا داعش د مسلمانانو وینه تویول روا ګڼي.

په صومالیا کې د داعش پوځي مشر عبدالغفار انصاري د دی تېښتو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. هغه په ځواب کې، پریکړه کړې چې شکمن فراریان زنداني کړي او شکنجه کړي. هغه ځانګړي زندانونه جوړ کړي دي چیرې چې دوی شکنجه کوي او په نظامي تمرینونو او عملیاتو کې برخه اخیستو ته اړوي.

په پایله کې، په صومالیا کې د داعشی فراریانو سره د داعش چلند د هغو کسانو لپاره وحشیانه واقعیتونه په ګوته کوي چې خطاوتلی دی او دداعش سره یوځای سوی وه. داعش د هغو کسانو په وړاندې چې د وتلو اراده لري ډیر بیحده وحشتونه کړی چی د ویلو ندي. نو پر هر مسلمان لازمه ده چی دا ډله و غندی او ددی ډلي د چنګاله راتلونکی نسلونه و ژغوري.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش نه فرار- داستان شکنجه او زندان"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*