افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت دوحه کې غونډه کېږي
د غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.
د غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.
بيبيسي ته مالومه شوې شاوخوا ۲۰۰ افغان ځانګړي ځواکونه چې بریتانویانو روزلي او مالي ملاتړ یې کاوه، د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان ته د ستنولو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
قطر کې د افغان نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شوی، طالبان په کې نشته
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د نړۍ په نهو هیوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله په ۲۰ کسانو بندیزونه ولګول چې د طالبانو د حکومت دوه جګپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ پاکستان ته د خپل سفر په پای کې دغه هیواد سره د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا په همکارۍ ټینګار کړی دی.
د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونو ته چمتو دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر منظور پښتین یې نن پنجشنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی او د لا نورو عدلي پلټنو لپاره یې پولیسو ته سپارلی دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دوو لسیزو کې د بېلابېلو خواوو د ادعا شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي.
امریکا کې په ډزو کې شپږ تنه مړه شوي؛ یو شکمن نیول شوی
په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي د پېښور په ښار کې د سړک په غاړه د ریموټ کنټرول بمب چاودنې کې ۷ تنه ژوبل شوي چې څلور یې ماشومان دي.