داعش د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو پر جومات د برید پړه ومنله
داعش په خپل تلګرامي کانال کې د سه شنبې پر ورځ د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته.
داعش په خپل تلګرامي کانال کې د سه شنبې پر ورځ د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته.
د نړیوال بانک اجرائیوي مدیرانو د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور۱۱) د افغانستان د انعطاف منلو د ټولنې د معیشت پروژې لپاره د نړیوال انکشاف د ټولنې (IDA) د ۸۴ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.
طالبان د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړۍوال جام سیالیو ته د لار موندنې د پلې اف په وروستۍ لوبه کې نن سهار (یکشنبې) په تایلنډ کې قرغېزستان ته ۵ پر ۳ پایلې سره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې نړۍوال جام سیالیو ته لار وموندله.
خراسان ولایت کې د جعلي داعش خلافت د خیالی شعبی بې شرمه تاریخ ته په ځغلنده کتو سره دا په ښکاره جوته کیږی چې دا ډله د ډیرو نورو شرمنو برسیره په دریو بیشرمیو کی ډیر شهرت لری.
د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې له نږدې کېدو سره سم، تخار کې د خصوصي رسنیو مسوولین وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینو رسنیو فعالیتونه درولي دي.