په کندهار کې چاودنه شوې
په کندهار کې طالب مقامات وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یوه چاودنه شوې چې حد اقل یو کس یې وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.
په کندهار کې طالب مقامات وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یوه چاودنه شوې چې حد اقل یو کس یې وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.
ویجاړونکو سیلابونو د فاریاب د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې هم ویجاړې کړې دي.
د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱( غبرګولي ۱) د شاوخوا دوو کلنو او اتو میاشتو ځنډ څخه وروسته د کابل او استانبول ترمنځ خپلې الوتنې بیرته پیل کړې.
څیړونکو په افغانستان کې د داعش د تروریستي ډلي په فعالیتونو کی د پام وړ کمښت، او په ګاونډیو هیوادونو کې د دې ډلې د پټنځایونو او پیروانو د موندني هڅې په هیواد کې د دي ډلي د سقوط منلي سوی معیار ګڼلی.
شریک کول تبصرې وگورئ Printد ملګري ملتونه د ښځو څانګې د افغانستان شمال ختیځ کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د اوښتي زیان په اړه یو راپور کې ویلي چې دغې پېښې په نامناسب ډول ښځې او ماشومان اغیزمن کړي
د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه ادعا کوي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید دوی کړی.
د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي له خپل مل پلاوي سره یو ځای، د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
بامیان کې د مطالعې فرهنګ غوړېدو په موخه د کتابونو او قرآن کریم یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسان اقبال وايي چې هېواد یې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژې کې د افغانستان د ګډېدو مخالف نه دی، خو له بیجینګ څخه غواړي چې کابل وهڅوي په خپلې خاورې کې د پاکستان ضد ترهګرې ډلې وځپي.
په غور او فاریاب ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو د راتلو له امله ۷۰ تنو ژوند بایللی دی.