Articles by shafiqa.yousufzai01

افغانستان کې د مخنیوي ډیپلوماسۍ مرکز جوړېد لپاره د اتلانتیک شورا وړاندیز

اتلانتیک شورا د افغانستان په شاوخوا کې د جګړو مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو لوی منشي ته یو شمېر وړاندیزونه کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي څو د دغه سازمان د ځانګړي استازي په مشرۍ له جګړو د مخنیوي لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.






له اسامه بن لادنه تر اسامه المسلمه شوی مزل

اسامه المسلم چې په الاحسا کې زیږیدلی او په انګلیسي ادبیاتو کې یې زده کړې کړې، د عربي ژبې د ډېری پخوانیو کتاب لوستونکو لپاره نا اشنا کس دی، خو د هغه لیکنې د هغو زلمیانو او ځوانانو په منځ کې خورا محبوبیت لري چې د خیالي کتابونو – تخیلي – تاریخي ناولونو لوستلو ته لېواله دي.



میر رحمان رحماني او اجمل رحماني په دوبۍ کې څه د پاسه ۱۵ ملیونه ډالر د جایدادونو په اخیستو لګولي ، راپور

د اداري فساد او منظمو جرمونو راپور ورکولو پروژې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او زوی یې، اجمل رحماني د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې څه باندې ۱۵ ملیونه امریکایي ډالر د املاکو په اخیستو لګولي دي.


ملګري ملتونه: پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ځورول زیات شوي

د ملګرو ملتونو’یو اېن اېچ سي ار‘ او د کډوالو نړیوال سازمان ’ای او اېم‘ په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني ‌کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د ’پي او ار‘ او ’ای سي سي‘ کارد لرونکیو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان ثبت شوي.