د داعش ډله ادعا کوي چې بامیان کې په بهرنیو سیلانیانو برید دوی کړی
د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه ادعا کوي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید دوی کړی.
د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه ادعا کوي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید دوی کړی.
د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي له خپل مل پلاوي سره یو ځای، د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
بامیان کې د مطالعې فرهنګ غوړېدو په موخه د کتابونو او قرآن کریم یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسان اقبال وايي چې هېواد یې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژې کې د افغانستان د ګډېدو مخالف نه دی، خو له بیجینګ څخه غواړي چې کابل وهڅوي په خپلې خاورې کې د پاکستان ضد ترهګرې ډلې وځپي.
په غور او فاریاب ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو د راتلو له امله ۷۰ تنو ژوند بایللی دی.
اتلانتیک شورا د افغانستان په شاوخوا کې د جګړو مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو لوی منشي ته یو شمېر وړاندیزونه کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي څو د دغه سازمان د ځانګړي استازي په مشرۍ له جګړو د مخنیوي لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د غور ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د جمعې د ورځې مۍ ۱۷( ثور۲۸) د سخت اورښت وروسته په راوتلو سیلابونو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.
د بامیان په ولایت کې د جمعې په ورځ د بهرنیو سیلانیانو په یوې ډلې باندې وسله وال برید چې له امله یې درې تنه سیلانیان ووژل شو او یو بل ټپي شو په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.
د اور اسیا ټایمز ورځپاڼې په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۲۷مه) یې خپور کړی ویل شوي، چې ۲۳ ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیتونه کوي.
د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ۴شنبې په ورځ د یوه ۳ مخیز پریکړه لیک په خپرېدو سره پایته ورسېده.