داعش- سپورت او بد نیت
موږ ته لازمه ده چې د خپل ژوند په یوه شېبه کی په دې فکر وکړو چې د داعش په نوم ډلې په رښتیا د نړۍ د مسلمانانو لپاره څه کړي دي؟ په دې بحث کې باید د دین پر اصولو تکیه وسي او د فروعاتو هاخوا فکر ترسره سي. زه ډاډه یم چې د لږ ځنډ وروسته به دې نتیجې ته ورسیږئ چې په حقیقت کې د داعش ټولې کړنې مضری دي او تل یې د اسلامي هېوادونو له داخلي شخړو ګټه پورته کړې او یا خپله د اسلامي امت تر منځ د داخلي جګړو لامل ګرځیدلی دی.