متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر او د امریکا غبرګون
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې، د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ا.ا. ته د معافیت پروسې له لارې د سفر اجازه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې، د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ا.ا. ته د معافیت پروسې له لارې د سفر اجازه ورکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د طبیعي زېرمو په اړه په یو پوډکاسټ کې ویلي، چې جنګسالاران، جګړه، ناامني او د بشري ظرفیت نشوالي د منابعو د موندنې او سپړنې کار کې خنډونه جوړول.
د ا.ا د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلویزیون په نوم د یوې خصوصي رسنۍ، د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې د تړلو پریکړه یې کړې ده.
ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.
وروسته له هغه چې په جرمني کې د یو افغان پناه غوښتونکي د چاقو په برید کې یو پولیس مړ او پنځه نور کسان ټپیان شول، دغه هېواد د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) اعلان وکړ چې افغانستان ته د کډوالو په ستنولو غور کوي.
د ا.ا د حکومت د ازموینو ملي اداره وايي چې د پنجشنبې په ورځ جون شپږم (جوزا ۱۷) د هرات په ولایت کې ددغې ادارې او د هرات د ولایتي چارواکو په حضور کې په افغانستان کې پوهنتونونو ته د لارې موندلو لپاره د کانکور د ازموینې لړۍ پیل شوه.
د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان بریدګر په لاس د یوه پولیس افسر وژل کېدو او یو شمېر نورو کسانو له ټپي کېدو وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلي، بېرته افغانستان ته د هغو افغان کډوالو پر استولو غور کوي چې د برلین له نظره د جرمني امنیت ته خطر رامنځته کوي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفټس وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره څنګه مخ ته لاړه شي، هغه هیلې له منځه تللي دي.
د تاجکستان ملي شورا مشر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی.
افغانستان د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال جام کې په خپلې لومړۍ لوبې کې یوګاندا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.