افغانستان

د داعش د خلافت تاریخی شرم

د داعش د خلافت لس کلن ژوند او د هغې شرموونکې کړنې

۱- داعش د ترهګرو، قاچاقبرانو، جهادي مفرور او بې کاره او بې کوره کډوالو په رحم کې د یوه ناقانونه تخم په توګه وده کړې او په دې وروستیو کې یې یوه مجله خپره کړې چې پکې د خپلو فعالیتونو لیست ترتیب کړی. وايي په لسو کلونو کې يې امت ته وياړ ورکړ، په لسو کلونو کې يې خلافت پلي کړ او په لسو کلونو کې يې ځوانان له ګمراهۍ څخه حق ته راوبلل.