افغانستان

افغانستان کې ښایي بیا د کانکور ازموینه د نجونو د ګډون پرته واخیستل شي

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې په داسې حال کې تر راتلوونکو دوو اونیو د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې د لومړي پړاو د ازموینو د پیلیدو اعلان کړی چې دغې ادارې ویلي، د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه پریکړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري.







په کندهار کې چاودنه شوې

په کندهار کې طالب مقامات وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یوه چاودنه شوې چې حد اقل یو کس یې وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.