“د افغانستان یو پر درېیمه برخه نفوس د خپلو خوړو په هکله اندېښمن دي”
په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو د اندېښنو په لړ کې د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې ۱۵ مېلیون تنه چې د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه نفوس کېږي، هره ورځ د یو وخت ډوډۍ له خوړلو وروسته دې ته اندېښمن وي چې د بل وخت خواړه به څنګه برابروي.