یونسیف: د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د “غم او اندېښنې” موده بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د “غم او اندېښنې” موده بللې ده.
دا اونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر ورتګ د امر ثاني په نوم د بندیز زر ورځې پوره کېږي.
د برېکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې په سولهییزه توګه د افغانستان د ستونزو پر حل او د ترهګرو ډلو له لوري د افغان خاورې د نهکارېدو په تړاو هم د ډاډ پر حاصلېدو ټينګار کړی دی.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، متقاعد جنرال کنیت فرانک مککنزي، وایي چې متحده ایالات د مذاکراتو په بهیر کې پدې ونه توانید چې د افغانستان حکومت او ا.ا. په یو میز د خبرو لپاره راټول کړي او دا ملامتي یې په ا.ا. اچولې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له ا.ا. سره د روسیې د اړیکو په تړاو د ځينو رسنیو د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې، د نشهيي توکو د قاچاق او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې، د دغه هېواد له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ټينګې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو تازه راپور کې ویلي دي چې د میلیونونو ماشومانو او میندواره میندو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د افغانستان په چارو د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، د ازبکستان د امنیت شورا له مرستیال او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي سره یې په واشنګټن کې لیدلي.
رسامي او انځورګري د احساساتو د بیان ژبه بلل کېږي. ځينو افغان نجونو هم خپل هغه کړاو او رواني حالت په رسامیو کې انځور کړی چې دوی یې د ښوونځيو د بندښت له کبله ګالي.
چین ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د سفر په پاې کې دواړو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه د یو ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو ترڅنګ د تروریستي ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په ګډون ددغو ډلو پر وړاندې د ټینګې مبارزې غوښتنه کړې ده.
د لانګ وار ژونال خبري وېبپاڼې د سیف العدل چې د القاعدې اوسنی مشر بلل کیږي د یوې مقالې په حواله لیکلي، چې دغې ډلې په ټوله نړۍ کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د نظامي زده کړو او تجربې ترلاسه کولو لپاره افغانسان ته کډه شي.