په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي
یواځې تېره اوونۍ په افغانستان کې ۹۱ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي. د طالب چارواکو په وینا تر دمګړۍ د یادې وژونکي ناروغۍ له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یواځې تېره اوونۍ په افغانستان کې ۹۱ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي. د طالب چارواکو په وینا تر دمګړۍ د یادې وژونکي ناروغۍ له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي افغانستان د نړۍ په کچه له ناوړه بشري بحران سره مخامخ هېواد دی او دوه په دریمه برخه وګړي په
د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد او پېښور ښار کې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې دا شپې ورځې یې پولیس په بېلابېلو پلمو نیسي او ځوروي یې
چارواکي وايي، د شمالي سرپل ولایت په دوو لومړنیو ښوونځیو کې نجونې مسموم او روغتون ته وړل شوي. دا د جمهوری نظام تر ړنګیدو وروسته د نجونو د مسمومېدو لومړنۍ ستره پېښه ده.
د يونيسف په وينا له ۲۰۰۵ راهیسې په وسله والو جګړو کې تر ۱۲۰ زرو ډېر ماشومان وژل شوي او يا معلول شوي دي. يونيسف دا شمیرې په اوسلو کې په جګړه کې د ماشومانو د ساتنې په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې په ډاګه کړې.
دپاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وایي هغه په دې خبره کې هیڅ شک نه لري چې په ده به پوځي عدالت کې مقدمه چلولی اؤ زندان ته به اچولی شي
د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې یوازېنی پاتې افغان سېک وایي، له هېواد سره بېسارې مینه لري او هېڅکله به له ترې و نه وځي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې د افغانستان د وضعیت په تړاو د روانې جون میاشتې په یوویشتمه د امنیت شورا د یوې بلې غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د ستوري لوبغاړي راشد خان ټپي کېدل لوبډلې ته لویه ضایع