د ایران د ګازو په پایپ لاین کې چاودنې؛ تهران: دا یو تخریبي او تروریستي عمل و
ایراني چارواکو د چهارشنبې په ورځ د سهار په لومړیو ساعتونو کې ددغه هېواد په دوو ولایتونو د ګازو په پایپ لاین کې د چاودنو خبر ورکړ
ایراني چارواکو د چهارشنبې په ورځ د سهار په لومړیو ساعتونو کې ددغه هېواد په دوو ولایتونو د ګازو په پایپ لاین کې د چاودنو خبر ورکړ
له ایران او پاکستانه د کډوالو اېستل؛ د اقتصادي ستونزو زیاتېدل او د ژوند خطرونه
د خوست ولایت ښاروالۍ په دې ولایت کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یو ډلهییز قبر له موندلو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه په کې ۱۰۰ مړي ښخ شوي دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسانۍ څانګې بریدونه کم شوي؛ خو دا ډله تر ټولو ستر ګواښ
په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر مرستیالې ایني فورزایمر او په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري په یوه ګډه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل د طالبانو لپاره مشروعیت بللی. دغو دوو ډیپلوماټانو ویلي، چې دا کار به په ټوله نړۍ کې ترهګرې ډلې تشویق کړي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې د جوړیدو دمخه په راروانه اونۍ کې د قرغزستان په پایتخت بیشکک کې د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو د استازو په ګډون د یوې بلې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی.
ملګري ملتونه وایي د دغه سازمان د بېړني غبرګون صندوق له پاکستانه د را ایستل شویو افغانانو سره ۳ عشاریه ۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د القاعده شبکې د مخ پر ودې حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی قوماندان جوزف ووټل وايي، هغه ویره لري چې متحده ایالات کیدای شي پداسې وضعیت کې واقع شي چې د القاعده ددغه ګواښ پر وړاندې د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته مخه کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی کومه طرحه نه لري چې په لنډ وخت کې په افغانستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پیل کړي.
په دې وروستیو کې د سویس د فډرالي دولت شورا ویلي چې د افغانستان د شتمنیو د خوندېتوب لپاره له اماني صندوق سره هوکړې لاسلیکوي.