طالبان: غور کې سیلابونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د غور ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د جمعې د ورځې مۍ ۱۷( ثور۲۸) د سخت اورښت وروسته په راوتلو سیلابونو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د غور ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د جمعې د ورځې مۍ ۱۷( ثور۲۸) د سخت اورښت وروسته په راوتلو سیلابونو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.
د اداري فساد او منظمو جرمونو راپور ورکولو پروژې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او زوی یې، اجمل رحماني د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې څه باندې ۱۵ ملیونه امریکایي ډالر د املاکو په اخیستو لګولي دي.
د ملګرو ملتونو’یو اېن اېچ سي ار‘ او د کډوالو نړیوال سازمان ’ای او اېم‘ په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د ’پي او ار‘ او ’ای سي سي‘ کارد لرونکیو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان ثبت شوي.
د عامې روغتیا او نورو ملګرو طبي ټولنو په ګډون د روغتیا پالانو یوه ډله سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې، چې د دارو درملو یوه جوپه یې هم له ځان سره هلته رسولې ده.
د اسلامي همکاريو ټولنې د دې ټولنې له غړیو هېوادونو، نورې نړۍ او مرستندويه ټولنو غوښتي، چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر”اوچا” وايي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د رسیدلي زیان او د هغوی اړتیاو د معلومولو لپاره د ارزونې ۱۴ ګډ ټیمونه یې ګمارلي دي.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، الله ګل مجاهد د سعدالله د وژنې په یوه قضیه کې تورن پېژندل شوی او د محکمې تر حکم پورې به بندي وي.
په ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او ټولو بشرپاله نړیوالو سازمانونو څخه په افغانستان کې سیلاب ځپلو ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله نږدې ۱۴ برابره زیات شوی دی.
د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې چاودنې “درې” طالب سرتېري وژلي او پنځه نور ټپیان دي.