کندهار کې څه باندې ۱۷۷ زره جريبه ځمکه دولتي تثبيت شوې
د کندهار سیمه ییز مسوولين وایي، د تېر کال راهيسې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۲ زره جريبه ځمکه ارزولې، چې څه باندې ۱۷۷ زره جريبه يې دولتي تثبیت شوې او له ۱۹ زره جريبه زيات له غصبه خلاصه شوې ده.