امنیت

مککنزي: د خلیلزاد مذاکرات د امریکا په ګټه نه و ؛ د دوحې تړون د افغانستان حکومت کمزوری کړ

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، متقاعد جنرال کنیت فرانک مککنزي، وایي چې متحده ایالات د مذاکراتو په بهیر کې پدې ونه توانید چې د افغانستان حکومت او ا.ا. په یو میز د خبرو لپاره راټول کړي او دا ملامتي یې په ا.ا. اچولې.




لانګ وار ژورنال: القاعدې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي

د لانګ وار ژونال خبري وېبپاڼې د سیف العدل چې د القاعدې اوسنی مشر بلل کیږي د یوې مقالې په حواله لیکلي، چې دغې ډلې په ټوله نړۍ کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د نظامي زده کړو او تجربې ترلاسه کولو لپاره افغانسان ته کډه شي.



جرمني د افغان کډوالو په شړلو غور کوي

وروسته له هغه چې په جرمني کې د یو افغان پناه غوښتونکي د چاقو په برید کې یو پولیس مړ او پنځه نور کسان ټپیان شول، دغه هېواد د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) اعلان وکړ چې افغانستان ته د کډوالو په ستنولو غور کوي.


د ملګرو ملتونو مرستیال: افغانستان کې مو هیلې له منځه تللي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفټس وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره څنګه مخ ته لاړه شي، هغه هیلې له منځه تللي دي.